د مسلمانانو پر هیوادونو د انحصار لګښت
خبر:
د مصر لومړي وزیر مصطفی مدبولي د دوو دولتونو د حل په اړه د ملګرو ملتونو په یوه کنفرانس کې وویل: "مصر به د اوربند له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د غزې د تړانګې د بیا رغونې لپاره یو نړیوال کنفرانس کوربه کړي، ترڅو د بیا رغونې لپاره د عربي او اسلامي پلان لپاره اړینه مالي مرسته راټوله کړي."
تبصره:
د غزې د جګړې دویم کال ته د نږدې کېدو او نړۍ ته د یهودو د جرمونو له ښکاره کېدو سره، د جګړې د پای ته رسېدو نښې نښانې ښکاره کېدل پیل شوي او اسلامي هیوادونو د تکراري منظرې په توګه د مسلمانانو له پیسو څخه د غزې د بیا رغونې د پلان د پلي کولو لپاره ځان چمتو کوي، او د دې تر ټولو نږدې مثال په 2014 کال کې پر غزې باندې جګړه ده، چیرته چې زموږ خائنو واکمنانو د یهودو ظلمونه ولیدل او هیڅ یې ونه ښورول، تر هغه چې یهود پای ته ورسېدل، بیا د بیارغونې د پلانونو د پلي کولو لپاره راووتل، نه دا چې له یهودو څخه د خپلو کړنو د قیمت غوښتنه وکړي، بلکې د مسلمانانو د هیوادونو له شتمنیو څخه یې پیسې ورکوي، چې ډیره برخه یې مستعمر کافر لویدیځ ته ځي، او له فُتاتو څخه چې زموږ لپاره پاتې کیږي، هغه د یهودو د جرمونو د بل د تادیې لپاره ورکول کیږي، او زموږ واکمنان د جګړې په پای ته رسېدو خوشحاله دي او دا بریا ګڼي، او دا چې خبرو اترو د جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شوي، سره له دې چې مجرم حتی د ودانیو د ویجاړولو په سزا نه دی رسول شوی، څه دا چې د دوو کلونو د کړاو او د ضایع شویو روحونو په اړه څه ووایو.
د مصري نظام لخوا د 2025 کال د مارچ په میاشت کې د ایښودل شوي پلان له مخې، د غزې د بیا رغونې لګښت شاوخوا 53.2 میلیارده ډالر اټکل شوی، چې دا یو لوی لګښت دی او د بې ساري ویجاړۍ اندازه څرګندوي، او هیڅ هوښیار سړی به په خپله خوښه په دې پیسو ورکولو کې برخه وانخلي، په داسې حال کې چې پوهیږي مجرم به هیڅ برخه وانخلي، مګر زموږ واکمنان خپل اختیار نه لري، هغوی د مستعمر کافر لویدیځ د امرونو په پلي کولو کې بیړه کوي، کوم چې غواړي سیمه باثباته شي ترڅو د خپل نفوذ په اړه ډاډه شي، او یهود په دې پوهیږي، هغوی غزه ویجاړه کړه او پوهیږي چې هلته رویبضات واکمنان شته چې د هغوی د جرمونو بار به پر خپلو اوږو واخلي.
زموږ هغه واکمنان چې ټرمپ ته یې په عاجزۍ سره تریلیونونه ډالر د خپلو څوکیو د ساتنې لپاره ورکړل، اوس د غزې د بیا رغونې لپاره د لویدیځ څخه د امرونو ترلاسه کولو ته چمتو ولاړ دي، او هیڅ یو به یې د دې جرئت ونکړي چې له یهودو څخه د یو ډالر د ونډې غوښتنه وکړي، دوی هغه اجیران دي چې لویدیځ موږ ته راکښلي ترڅو زموږ پیسې د سرو زرو په طباق کې ورته وړاندې کړي، نو د دښمن په وړاندې د ټیټو شویو سرونو د راپرځولو او زموږ د دولت، د اسلامي دولت، د نبوت په طریقه د راشده خلافت د بیا رغونې پرته بله هیڅ لاره نشته.
﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
عبد الرحمن شاکر – د مصر ولایت