د یهودو د کیان لخوا په قطر برید په سیمه کې د امریکا له سیاست څخه په جلا توګه نشي لوستل کیدای
د کیان لخوا په قطر برید په سیمه کې د امریکا له سیاست او استعماري ستراتیژیو څخه په جلا توګه نشي لوستل کیدای، ځکه چې امریکا په نړیواله کچه د دریځ په سر کې ده، او په همدې اساس هغه په نړیواله کچه د سیاسي تسلط او واک خاوند ده، هغه د نړیوال نظام، سیسټمونو، بنسټونو او ادارو خاوند ده، هغه دا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډیزاین او بنسټ یې کیښود، او نن ورځ نړۍ د هغې د قانون سره سم روانه ده، نو امریکا تر دې ساعته د نړیوال سیاست او نړیوال دریځ په رسمولو کې لومړی هیواد دی.