د پوتین سره د لیدنې څخه د ټرمپ موخه څه ده؟
د 2025/8/11 په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې، ټرمپ وویل: (دا به تر ډېره یوه تعارفي غونډه وي... زه به پوتین ته د غونډې نه مخکې ووایم چې ته باید دا جګړه ختم کړې، ته باید هغه ودروې، او هغه به نور زما سره ټوکې نه کوي)، او هغه زیاته کړه چې ښایي د اوکراین په اړه له ډیپلوماسۍ څخه لاس واخلي (او ښایي زه وروسته لاړ شم او ښه بخت ووایم او دا مسله پای ته ورسیږي)، (او دا چې دا د حل وړ نه ده). هغه اشاره وکړه چې هغه به د لیدنې په لومړیو دقیقو کې پوه شي چې ایا د روسیې سره د سولې د رسیدو امکان شته که نه، او هغه د زیلینسکي د څرګندونو څخه خپله ناخوښي هم څرګنده کړه، په کوم کې چې هغه ټینګار وکړ چې هغه به په سیمه ایزو مسلو کې د اساسي قانون تصویب ته اړتیا ولري، او اعلان یې وکړ چې دا لیدنه به د 2025/8/15 په امریکایي ایالت الاسکا کې ترسره شي.