وروستي لیکنې

ځانګړې مقاله

null

null

نور ولولئ
د "اسلامي فکر کې خلافت او امامت" لړۍ - د لیکوال او مفکر ثائر سلامة – أبو مالك لخوا - درېیمه برخه

د "اسلامي فکر کې خلافت او امامت" لړۍ - د لیکوال او مفکر ثائر سلامة – أبو مالك لخوا - درېیمه برخه

سربېره پر دې، خلافت د شريعت لوی اهداف لکه د عدل قایمولو، د مظلومانو ته انصاف ورکولو او د الله د احکامو تطبیق کولو ته رسېږي. جزیري رحمه الله وايي: "(امامانو رحمهم الله تعالی په دې اتفاق کړی چې امامت فرض دی او د مسلمانانو لپاره یو امام ضروري دی چې د دین شعائر قایم کړي او مظلومانو ته د ظالمانو څخه انصاف ورکړي او دا روا نه ده چې په ټوله نړۍ کې په یوه وخت کې مسلمانانو ته دوه امامان وي، نه متفق او نه هم جلا)"، او جرجاني وایي: (د امام ټاکل د مسلمانانو تر ټولو مهمې ګټې او د دین تر ټولو لوی اهداف دي)، علامه ابن تیمیه رحمه الله تعالی وایي: "دا باید وپیژندل شي چې د خلکو د چارو سرپرستي د دین تر ټولو لوی واجب دی، بلکې دین او دنیا پرته له هغه قیام نه شي کولی".. او ډاکټر ضياء الدين الريس وايي: "خلافت تر ټولو مهمه دیني منصب دی او د ټولو مسلمانانو لپاره اړین دی، او اسلامي شریعت دا ټینګار کړی چې د خلافت قایمول د دین له اساسي فرضو څخه یو فرض دی، بلکې تر ټولو لوی فرض دی ځکه چې د ټولو نورو فرضو عملي کول په همدې پورې اړه لري." ا. هـ.

245 / 10603