مع الحديث الشريف - التأمين
خبر:
خبر:
خبر:
پنځه ویشتمه غونډه د نبوي سیرت څخه - تاسو ناکام شوئ او په چارو کې مو شخړه وکړه او سرغړونه مو وکړه
سياسي لید په قیامت نښو کې - 25
نن سبا سیاسي ډګر د ښي اړخو ډیموکراټیکو ګوندونو او حکومتونو لخوا د نقاب د بندیز لپاره د یوې نوي اولسي صلیبي جګړې شاهد دی، او اسټرالیا، ایټالیا او پرتګال هم له دې څپې سره یوځای شوي دي. دا هیوادونه د هغو پراخې اروپایي هیوادونو ډلې برخه ده چې لا دمخه یې په نقاب بندیز لګولی دی، چیرې چې فرانسې، بلجیم، ډنمارک او سویس لا دمخه په ټولو عامه ځایونو کې په بشپړ ډول نقاب بندیز لګولی دی، پداسې حال کې چې هالنډ او جرمني په ځینو ځایونو لکه تعلیمي موسسو او دولتي ادارو کې جزوي بندیز لګوي.
د پاکستان د حکمرانانو له خوا د تحریک لبیک (TLP) د لاریون په وړاندې تېری کوونکی او وحشیانه چلند د پاکستان په دیني کړیو کې د اندېښنو څپې راپارولي او هر باخبره مسلمان یې حیران کړی دی. خو د دوی دا وحشیانه چلند جلا او بې ساری نه دی؛ بلکې دا په وروستیو کې د پرله پسې کړنو یوه برخه ده، او دا کړنې هغه وخت لا پسې زیاتې شوې کله چې دوی له نورو اسلامي هېوادونو سره د ټرمپ د پلان په پلې کولو هوکړه وکړه، دا هغه پلان دی چې د فلسطین د یهودانو د ساتنې لپاره جوړ شوی و. او کله چې د پاکستان مسلمانانو د ټرمپ پلان رد کړ،
په هالنډ کې د امامانو د رابطې بیان دا تاکید کوي چې په اروپايي ټولنو کې سیاسي برخه اخیستنه "یوه مباح او مشروعه وسیله ده"، بلکې د حالت په پام کې نیولو سره کېدای شي مستحبه یا واجبه هم وي. خو دا دریځ یو دقیق غور او فکر ته اړتیا لري، ځکه چې دا په داسې انګېرنو ولاړ دی چې د سیکولر نظام واقعیت په سمه توګه نه منعکس کوي.