ولې ټوني بلیر؟
خبر:
خبر:
د سیرت النبوي نهمه غونډه - د قوت غوښتل
په ساعت کې سیاسي لید - 09
عضد الدین ایجي وایي (په مواقف کي): زمونږ په نزد د امام نصبول سمعاً په مونږ واجب دي... او په مونږ د هغه سمعاً وجوب د دوو وجوهاتو له امله دی: اول دا چي د نبي علیه السلام له وفات وروسته په لومړیو زمانو کي د مسلمانانو اجماع متواتره ده چي وخت له امام څخه خالي نه وي، تر دې چي ابو بکر رضي الله عنه په خپله خطبه کي وویل: خبردار اوسئ! محمد وفات شو او د دې دین لپاره ضرور یو داسي څوک شته چي هغه دین قایم کړي، نو ټولو په منلو سره تلوار وکړ او هغه ته یې تر ټولو مهمه خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښخول پرېښودل او خلک په هره زمانه کي تر نن زمانې پوري په همدې ډول دي چي په هره زمانه کي د پیروۍ وړ امام نصبوي.
هغه څه چې په غزه کې روان دي، یوازې یوه جګړه یا تېریدونکی یرغل نه دی، او نه هم یوه غمگینه صحنه ده چې د خبرونو په پای ته رسیدو سره هېر شي، بلکې دا د هر مسلمان لپاره په ټوله نړۍ کې الهي ازمایښت او شرعي ازموینه ده، ترڅو الله تعالی زموږ څخه وګوري چې موږ څه کوو او په کومه لار روان یو.
د غزې د جګړې د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په لومړۍ مرحله کې د مصر په شرم الشیخ کې د امریکا د استازو ستیف ویټکوف او جارید کوشنر، د قطر د لومړي وزیر او د ترکیې او مصر د استخباراتو د مشرانو په حضور کې خبرې اترې پیل شوې.
د 2025/10/9 په ورځ په غزه کې د ټرمپ د پلان د پلي کولو د لومړۍ مرحلې په اړه د یوې هوکړې اعلان وشو، چې په کې د اوربند او د یهودي اسیرانو سره د فلسطیني اسیرانو تبادله شامله ده.
د رسول ﷺ پیروي لازمي ده، قرآني آیتونه چې د هغه ﷺ د اقتدا امر کوي ډېر دي، لکه د الله تعالی دا قول: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ﴾ [الأحزاب: 21]، او د الله تعالی دا قول: ﴿قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللهُ﴾ او د الله تعالی دا قول: ﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾ [الحشر: 7].
د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان کال د اکتوبر د میاشتې په درېیمه نېټه د جمعې په ماښام د یهودو خپلې پاللې دولت ته یو امر صادر کړ چې پکې راغلي وو: "(اسرائیل) باید سمدستي په غزه باندې بمبارۍ ودروي ترڅو موږ وکولی شو برمته شوي کسان په خوندي او چټکه توګه وباسو."
په داسې حال کې چې امریکا د عربي مشرق په سیمه کې زور اخلي او د یهودو د دولت له لارې په سیمه کې وژنې، ورانۍ او فساد کوي او په مصر، سعودي عربستان، اماراتو، اردن، قطر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا کې په اتو خاینو حکمرانانو تکیه کوي چې د فلسطین قضیې د ختمولو لپاره یې د ټرمپ شیطاني پلان ته برکت ورکړ او د یهودو دولت یې د سیمې مشر او آمر وګرځاوه، په همدې وخت کې د عربي هیوادونو په دویمه کرښه کې ځوانان پاڅون کوي، په ځانګړې توګه د عربي مغرب په سیمه کې ترڅو د پولیسو د پخوانیو او تر ټولو ظالمو نظامونو بنسټونه ولړزوي.