ای د کنانې لښکرو: د غزې لارې بار وړونکو موټرو ته نه، بلکې پوځونو او زغروالو ته اړتیا لري
په غزه کې بشري وضعیت بې سارې ناورین ته رسیدلی دی. د شهیدانو شمېر له ۶۵ زرو څخه اوښتی او نړیوال راپورونه وايي چې دا شمېر له دې څخه ۴۰ سلنه زیات دی، یعنې له ۱۰۰ زرو څخه زیات شهیدان او شاوخوا ۱.۹ میلیونه داخلي بې ځایه شوي، چې د غزې د اوسېدونکو ۹۰ سلنه جوړوي، په غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي، نو غزه له ریښتینې قحطۍ سره مخ ده، په ځانګړې توګه د غزې په شمال کې.