کوشي نیوز: د تحریر ګوند/ د سوډان ولایت په ام درمان کې یوه ولسي غونډه جوړوي
د تحریر ګوند د سوډان ولایت نن د جمعې په ورځ د سپتمبر په ۲۶مه ۲۰۲۵ د انقلاب ۱۴مه ناحیه کې د لرغونې جومات مخې ته یوه ولسي غونډه جوړه کړه، چې د سوډان ولایت د تحریر ګوند د شورا غړي استاد احمد ابکر المحامي په کې وینا وکړه. دا ولسي غونډه د هغه لوی کمپاین په چوکاټ کې ده چې ګوند د دارفور د جلا کولو لپاره د امریکا د پلان د شنډولو په موخه پیل کړی دی. ویناوال غونډې ته د دې پلان خطرونه بیان کړل