October 29, 2025
د غضب شويو کسانو تېری نه درېږي، ایا داسې رباني لارښود شته چې د دوی تېری ودروي او د دوی وجود له منځه یوسي؟!
دا دی پر غزې برید بیا پیل شو، لکه څنګه چې د مجرم نتنیاهو دفتر د غزې پر تړانګې سخت ګوزارونه وبلل (الجزیره)، په دې پلمه چې حماس د غزې په تړانګه کې پر خپلو سرتېرو برید کړی او د مړو شویو جسدونو د سپارلو د تړون د ماتولو په غبرګون کې، سره له دې چې حماس د ډزو په پېښه کې خپله ښکېلتیا رد کړې (الجزیره)، نو صهیونیسټي رژيم په څو ساعتونو کې تر پنځوسو زیات کسان شهیدان کړل او ټینګار کوي چې ګوزارونه د اوربند د تړون د ړنګېدو په معنی نه دي! او ټرمپ ټینګار کوي چې د یهودانو بریدونه به اوربند کمزوری نه کړي!