پوښتنې او ځوابونه

ځانګړې مقاله

د یوې پوښتنې ځواب: د قبرس قضیې د حل لپاره امریکایي لیدلوری

د ترکیې ریاست د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شمالي قبرس د ترکیې جمهوریت ولسمشر طوفان ارهورمان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د 2025/11/13 نیټې په انقره کې وي. د ترکیې د ریاست د اړیکو د څانګې مشر برهان الدین دوران وویل چې انقرې ته د ارهورمان سفر د ولسمشر اردوغان په بلنه دی. دوران زیاته کړه چې دا سفر به د ارهورمان لومړی بهرنی سفر وي. د اکتوبر په 19، د ترکیې په قبرس کې د ټاکنو عالي کمیسیون د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر طوفان ارهورمان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ.

نور ولولئ
29 / 42