د الراية ورځپاڼه: په دې وخت کې د مصر، سوډان او لیبیا ترمنځ سرحدي مثلث ته د پاملرنې راز څه دی؟!
د مصر پلازمېنې قاهرې د چهارشنبې په ماښام د ۲۰۲۵/۷/۱۶ نېټه د مصر، لیبیا او سوډان د چارواکو په ګډون د لوړې کچې کوربه توب وکړ، ترڅو په سیمه کې د امنیتي ننګونو او پرمختګونو په اړه خپل لیدلوري تبادله کړي، د رسنیو د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې د دغو خبرو اترو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی، یوې مصري سرچینې "الشرق الاوسط" ته ویلي چې د غونډې اساسي موخه د دریو هیوادونو ترمنځ د ګډ میکانیزم پر وضع کولو بحث کول و، ترڅو د سرحدي مثلث په سیمه کې امنیت ټینګ شي او د هغې ثبات وساتل شي.