وروستي لیکنې

ځانګړې مقاله

null

null

نور ولولئ
د میلستون تراژیدي: بې ګناه ماشومان او زموږ زړور پیلوټ توقیر، د سرپرست دولت د نشتوالي قربانیان

د میلستون تراژیدي: بې ګناه ماشومان او زموږ زړور پیلوټ توقیر، د سرپرست دولت د نشتوالي قربانیان

د تېرې دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۱مه، د بنګله‌دیش د هوایي ځواکونو یوه (F-7 BGI) ډوله جنګي الوتکه د پلازمینې په اوتارا سیمه کې د میلستون ښوونځي او کالج د لومړنۍ برخې په ودانۍ کې د تخنیکي خرابۍ له امله وغورځېده. دې کار یو دردونکی تراژیدي رامنځته کړه، چې د ماشومانو او هلکانو زړه بوږنوونکي صحنې په کې شاملې وې، چې مړه او ټپیان د اور په لمبو کې سوځېدلي او ټوټې ټوټې شوي وو. 

مخ په وده استعماري تړون

مخ په وده استعماري تړون

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه پر اندونيزيايي محصولاتو ګمرکي تعرفې له ۳۲٪ څخه ۱۹٪ ته راټيټې کړې. دا تړون د ټرمپ او د اندونیزیا د ولسمشر پرابوو سوبیانتو ترمنځ له چټکو دوه اړخیزو خبرو وروسته ترلاسه شو. د اندونیزیا ولسمشر د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶ مه امریکا ته د اندونیزیا په صادراتو د ګمرکي تعرفو د کمولو په اړه له ټرمپ سره د خپلو اړیکو پایلې اعلان کړې او ویې ویل: "ما له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې، الحمدلله دا ډېره سخته وه. بالاخره یوې موافقې ته ورسیدو.

اروپا ایران ته ګواښ کوي: له دې نیټې دمخه اټومي تړون یا (سنیپ بیک)!

اروپا ایران ته ګواښ کوي: له دې نیټې دمخه اټومي تړون یا (سنیپ بیک)!

پاریس اعلان وکړ چې د فرانسې، برتانیې، آلمان او اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۵/۷/۱۸ خپل ایراني سیال ته خبر ورکړ چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې په برخه کې پرمختګ ونه کړي، د دوی هیواد په اړه به د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا فعاله کړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، اروپايي وزیرانو ایراني وزیر عباس عراقچي ته د (سنیپ بیک) میکانیزم په کارولو باندې خپل هوډ څرګند کړ، کوم چې ایران باندې د ټولو نړیوالو بندیزونو بیا لګولو ته اجازه ورکوي که چیرې د دوبي تر پایه د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې په لاره کې د پام وړ پرمختګ ونه شي. د یوې فرانسوي ډیپلوماتیکي سرچینې په وینا، د بریتانیا، فرانسې او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران له بهرنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې ډیپلوماتیکې لارې ته راستون شي.

د روسيې په دوستۍ باور مه کوئ، ځکه د هغې دښمني له اسلام سره ښکاره او څرګنده ده

د روسيې په دوستۍ باور مه کوئ، ځکه د هغې دښمني له اسلام سره ښکاره او څرګنده ده

د صنعا څخه خپرېدونکې الثوره ورځپاڼې د روان کال د جولای په ۲۱مه د دوشنبې په ورځ د "د ایران او روسیې ګډې ژغورنې مانورې نن په کسپین سمندرګي کې" تر عنوان لاندې یو خبر خپور کړ او ویې ویل: "ټاکل شوې ده چې د کسپین سمندرګي کې د ایران د سمندري ځواک په کوربه توب د سمندري ژغورنې مانورې کاساریکس ۲۰۲۵ د دوشنبې په ورځ پیل او ۳ ورځې به دوام وکړي. د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او روسیې د فدراسیون په ګډون د کسپین سمندرګي د ژغورنې ګډې مانورې "کاساریکس ۲۰۲۵" به د نن ورځې څخه پیل شي او د ایران د سمندري ځواک شمالي بېړۍ به یې کوربه وي."

203 / 10603