د لبنان او سیمې د راتلونکي په اړه له زهرجنو خوږو خبرو سره! د امریکا استازی ټام بارک لبنان ته د یهودو له کیان سره د سولې تړون او عادي کولو بشپړولو ته!
د ۲۰۲۵/۷/۷ نیټه، او د جمهوري ریاست ماڼۍ څخه په یوه خبري کنفرانس کې، د امریکا استازي ټام بارک دا څرګندونې وکړې چې "لبنان او سیمه یو ښه فرصت لري چې باید ترلاسه شي"، او دا چې "د سیمې د بدلون وخت رارسیدلی" او "ټول ستړي شوي دي له هغه څه څخه چې پیښ شوي"، د هغه په وینا، او "امنیت به لبنان ته پانګونه راولي"، او "د امریکا ولسمشر په لبنان کې د سولې او سوکالۍ په جوړولو کې د مرستې لپاره خپله ژمنه تایید کړې"، او "لبنانیانو ته یو فرصت شتون لري چې خپل هیواد بیرته د ختیځ ګوهر کړي"؛ مګر دا خوږې خبرې تاسو د یوې بنسټیزې غوښتنې سره پوښل شوي ګورئ چې امریکا یې په لټه کې ده، او ټام بارک دا په دې خبرو کې څرګنده کړه: "سوریه چې د لبنان په څیر څه نلري له لوی ګډوډ څخه امید ته لاړه"،