وروستي لیکنې

ځانګړې مقاله

null

null

نور ولولئ
څومره لوی توپیر دی د اسلام تر سیوري لاندې عزت او د لاسپوڅو نظامونو تر فشار لاندې ذلت کې

څومره لوی توپیر دی د اسلام تر سیوري لاندې عزت او د لاسپوڅو نظامونو تر فشار لاندې ذلت کې

  د سوډان د شهادتنامې د ازموینو عالي کمیټې په نړیواله ټولنه او اړوندو سازمانونو غږ وکړ چې د پوهنې وزارت د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي او د ټولو سوډاني زده کونکو سره مرسته وکړي چې په ازموینو کې ګډون وکړي، په ځانګړي توګه د جګړې ځپلو سیمو او پیچلو بشري حالاتو کې. (سونا، 2025/06/26)

مدني دولت هغه طاغوت دی چې په خپل کور کې په عدالت قایمولو کې ناکام شو، نو څنګه به په زموږ کور کې بریالی شي؟!

مدني دولت هغه طاغوت دی چې په خپل کور کې په عدالت قایمولو کې ناکام شو، نو څنګه به په زموږ کور کې بریالی شي؟!

د سوډان لومړي وزیر، کامل ادریس په یوه خبري کنفرانس کې د "د امید حکومت" په نوم د یوې نوې کابینې د جوړولو اعلان وکړ، چې له 22 وزارتونو څخه جوړه ده، او په یوې (تاریخي) وینا کې یې د امید د حکومت ځانګړتیاوې څرګندې کړې، کوم چې هغه مدني حکومت وباله، او ویې ویل چې دا د سوډان د ژغورلو، د پرمختګ او سوکالۍ په لور د روانولو، د امنیت او هوساینې د ترلاسه کولو او د هر سوډاني لپاره د ښه ژوند د برابرولو لپاره پر یو روښانه لید او ټینګو اصولو ولاړ دی. هغه دا هم وټاکله چې لیدلوری دا دی چې سوډان د پرمختللو هیوادونو په کتار کې راولي. ارزښتونه یې رښتینولي، امانت، عدالت، روڼتیا، زغم او میتود یې علمي، عملي، مسلکي او ډله ایز دی، د بریا لپاره روښانه پلانونو او دقیق معیارونو سره.

د تحریر ګوند/ تنزانیا د اسلامي عقیدې څخه د دفاع او د هغې د نصرت لپاره ځانګړې مبارزه پیلوي

د تحریر ګوند/ تنزانیا د اسلامي عقیدې څخه د دفاع او د هغې د نصرت لپاره ځانګړې مبارزه پیلوي

د جمعې په ورځ د محرم الحرام په ۲مه، ۱۴۴۷ هجري قمري کال، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون د میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون خوري، د جمعې له لمانځه وروسته، د تحریر ګوند/ تنزانیا د تنزانیا د تحریر ګوند د رسنیو استازي مسعود مسلم له لوري، د دارالسلام ښار په بوجوروني کې د رحمت له جومات څخه په ټول هېواد کې یوه ځانګړې مبارزه پیل کړه.

ټرمپ او نتنیاهو فخر او ځان ستایي او زموږ حاکمان د قبر د خلکو په څېر چوپ دي!

ټرمپ او نتنیاهو فخر او ځان ستایي او زموږ حاکمان د قبر د خلکو په څېر چوپ دي!

د ایران او یهودو تر منځ جګړه پای ته ورسېده، او په غزه کې د یهودو جنایتونه په دې موده کې او تر اوسه پورې نه دي درېدلي، او امریکا یو ننداریز حرکت وکړ او ویې ویل چې د ایران اتومي وړتیا یې له منځه وړې ده، او دا حرکت د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د اروپا د هغو وزیرانو له غونډې وروسته و چې د ایران د اتومي دوسیې په مذاکراتو کې غړي وو، مخکې له دې چې امریکا د ټرمپ په لومړي واک کې له دغو خبرو اترو څخه ووځي، او ایران هم یو ننداریز حرکت وکړ او د قطر په العدید امریکايي اډې یې یو شمېر توغندي وتوغول،

رادار: په سرحدي مثلث کې د حفتر ځواکونو مداخله په سوډان کې د امریکا د نفوذ پیاوړتیا په هدف ده

رادار: په سرحدي مثلث کې د حفتر ځواکونو مداخله په سوډان کې د امریکا د نفوذ پیاوړتیا په هدف ده

د سوډان د وسله والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې د چهار شنبې په ورځ د جون ۱۱مه ۲۰۲۵ ویل شوي چې د چټکو ملاتړ ځواکونو د سوډان، مصر او لیبیا ترمنځ په سرحدي مثلث برید کړی، د خلیفه حفتر ځواکونو په ملاتړ، او د چټکو ملاتړ ځواکونو سلاکار، الباشا تبیق په ایکس پلیټ فارم کې په یوه ټویټ کې ویلي چې ځواکونو یې د مصر، سوډان او لیبیا ترمنځ په ستراتیژیک مثلث سیمه واکمني ټینګه کړې، چې د سوډان پوځ یې شاتګ ته اړ کړ، د سوډان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د العوينات له سیمې یې خپل ځواکونه ایستلي دي.

257 / 10603