د حديث شريف سره
لَوْ كُنْتُمْ كَمَا تَكُونُونَ عِنْدِي
۲- ګرانو اورېدونکو! تاسې ټولو ته په هر ځای کې د حديث شريف سره ستاسو د پروګرام په نوې کړۍ کې ښه راغلاست وايو او په غوره سلام سره يې پيل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبركاته،
د حنظله الکاتب التميمي الأسيدي څخه روايت دی چې ويلي يې دي:
مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو مونږ د جنت او دوزخ یادونه وکړه تر دې چې داسې ښکارېده لکه سترګو چې ليدلی وي نو زه خپل اهل او اولاد ته پاڅېدم نو وخندل او لوبې مې وکړې هغه وويل: نو ما هغه څه یاد کړل چې مونږ په کې وو نو زه لاړم او ابو بکر سره مې وليدل، نو ما وويل: منافق شوم، منافق شوم، نو ابو بکر وويل: مونږ هم دا کار کوو، نو حنظله لاړ او هغه يې نبي صلی الله علیه وسلم ته ياد کړ نو هغه وويل: اې حنظله! که تاسې داسې وای لکه زما سره چې یاست نو فرشتو به ستاسې سره ستاسې پر بسترونو او يا ستاسې په لارو کې روغبړ کولو اې حنظله! یو ساعت او یو ساعت
د ابن ماجه په شرح سنن کې د سندي لخوا راغلي دي
د هغه وينا (منافق شوم) يعنې زما حالت بدل شو په داسې ډول چې د هغه چا لپاره غفلت مناسب نه دی چې په هغوی يې ايمان راوړی دی نو له هغوی څخه غفلت داسې ښکاري چې د هغوی د وجود څخه په باطني ډول انکار وي او په ټوله کې په هغه باندې په خپل زړه کې په هغوی باندې د ايمان وجود بې شکه اشتباه شو او هغه نفاق وګڼلو او په دې سره دا ښکاره شوه چې په ايمان کې شک کافر نه کوي بلکې په هغه شي کې شک چې په هغه باندې ايمان راوړل شوی دی هغه کافر کوي
د هغه وينا (که تاسې داسې وای لکه څنګه چې یاست)
هغوی ته يې اشاره وکړه چې حاضرې په عادتي ډول دوام نه کوي او نه شتون يې په زړه کې د ايمان په شتون کې تاوان نه رسوي او غفلت يوازې له حاضرې سره منافات لري نو له هغې څخه د ايمان نه شتون لازم نه دی؛ يو ساعت داسې حاضري وي چې په هغې سره د دين کار انتظام مومي او يو ساعت غفلت وي چې په هغې سره د دين او معاش کار انتظام مومي او په هر يو کې په بندګانو رحم دی.
ګرانو اورېدونکو:
هغه شريف حديث چې زمونږ په لاس کې دی څو څيزونه تائيدوي، له هغې جملې څخه:
لومړی: دا چې د (ساعت او ساعت) مفهوم له هغه څه سره هیڅ اړه نه لري چې ځينې يې داسې تعبيروي چې یو ساعت ستا دی او يو ساعت ستا د رب دی. ځکه دا خبره واضحه ده چې د مسلمان ژوند ټول د الله عزوجل لپاره دی، لکه څنګه چې الله تعالی خپلو بندګانو ته تعلیم ورکړی دی چې ووایي (قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)
نو د مسلمان په ژوند کې د الله پرته بل څه نشته ځکه چې الله (اشْتَرَىْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ) نو ټولو مسلمانانو هغه څه وپلورل چې د جنت په بدل کې يې لرل، هو کېدای شي د مسلمان په ژوند کې د ويښتابه يو ساعت او د غفلت يو ساعت وي، د قوت يو ساعت او د ضعف يو ساعت وي، د قربت يو ساعت او د لېرې والي يو ساعت وي، خو ژر تر ژره يادونه کوي او بصیرت ترلاسه کوي؛ نو غفلت لرې کوي او ضعف قوي کوي او الله ته تښتي، الله تعالی وويل: (إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنْ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ).
او په شريف حديث کې راغلي دي: (كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ وَخَيْرُ الْخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ)
دوهم: دا چې وعظ او ارشاد په يوازې سر کافي نه دی چې د شخصيتونو د جوړولو او د سلوک د بدلون لپاره یوه لاره وي. ځکه جنت، دوزخ، وېره او هيله ټول د اسلام څخه دي. خو بايد زمونږ علماء او د دعوت وړونکي په دې خبره غافل نه شي چې د اسلامي افکارو او مفاهيمو څخه هم بې پروايي نشته چې هر مسلمان په خپل ورځني ژوند کې ورته اړتيا لري او په سلوک يې ګټور او متمرکز اثر کوي. نو مسلمان بايد د جنت په نعمت او د آخرت په عذاب باندې سربېره دا هم درک کړي، د مثال په توګه د اسلام او کفر ترمنځ د مبارزې حقيقت درک کړي او د ډيموکراسۍ، سيکولريزم او پانګوالۍ حقيقت درک کړي او د اسلامي عقيدې حقيقت درک کړي له دې اړخه چې هغه يو روحاني او سياسي عقيده ده او دا درک کړي چې اسلام د تطبيق لپاره راغلی دی او دا درک کړي چې د اسلام تطبيق پرته له دولت څخه نه کېږي او زمونږ د وروسته پاتې کېدو اسباب او زمونږ د پرمختګ لاره درک کړي.
الله تعالی فرمايي:
(مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا)
او الله تعالی فرمايي: (كُونُواْ رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ)
ګرانو اورېدونکو او تر هغه وخته پورې چې تاسې د يو بل نبوي حديث سره وينو تر هغه وخته تاسې د الله په امان کې پرېږدو والسلام علیکم ورحمة الله وبركاته.