وما الله د ظالمانو له کړنو بې خبره نه دی
موږ ګورو چې په قرغزستان کې د دولتي امنیتي دستګاه مجرمین نیسي کومو چې ډول ډول جرمونه ترسره کړي، ځینې یې په جرمي ډلو پورې په تړاو تورن دي او ځینې نور یې په رشوت خورۍ، قتل او دې ته ورته نورو تورونو تورن شوي دي. که چیرې دوی په رښتیا هم په دغه ډول جرمونو کې ښکیل وي، نو دوی د اسلامي شریعت له مخې هم مجرمین ګڼل کیږي. خو مونږ په عین وخت کې دا هم ګورو چې ځینې بندیان داسې هم شته چې هیڅ جرم یې ندی کړی، خو یوازې د دې لپاره نیول شوي دي چې دوی د الله دین ته بلنه ورکوي او وایي "زموږ رب الله دی"! همدارنګه دوی د حقیقي مجرمینو په څیر په بې رحمۍ سره نیول کیږي او زندانونو ته اچول کیږي چیرې چې دوی ته سخته وهل کیږي او نور ډول ډول "عصري" شکنجې ورکول کیږي. دا د حزب التحریر غړي دي، او ظالمان هغه دولتي چارواکي او د هغوی امنیتي دستګاه دي.