د حديث شريف سره
د الله په لاره کې د رباط فضيلت
ګرانو اورېدونکو ته مو په هرځای کې د حديث شريف سره ستاسو د خپرونې په نوې کړۍ کې ښه راغلاست وايو او د ښې سلام سره يې پيل کوو، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،
حدثنا محمد بن المنكدر قال: مر سلمان الفارسي بشرحبيل بن السمط وهو في مرابط له وقد شق عليه وعلى أصحابه، قال: ألا أحدثك يا ابن السمط بحديث سمعته من رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ قال: بلى، قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: " رباط يوم في سبيل الله أفضل، وربما قال: خير من صيام شهر وقيامه، ومن مات فيه وقي فتنة القبر ونمي له عمله إلى يوم القيامة".
د ترمذي د جامع په شرحه تحفة الأحوذي کې راغلي دي
قوله: (وهو في مرابط له) اسم ظرف من الرباط
قوله: (وقد شق) أي صعب القيام فيه
قوله: (رباط يوم) وفي رواية مسلم: يوم وليلة
(وربما قال خير) أي مكان أفضل
(ووقي فتنة القبر) أي مما يفتن المقبور به من ضغطة القبر والسؤال والتعذيب
(ونمي) قال في القاموس: نما ينمو نموا زاد، كـ"نما ينمي ونميا ونماء" انتهى
(له عمله إلى يوم القيامة)
يعني أن ثوابه يجري له دائما ولا ينقطع بموته, وفي رواية مسلم: "جرى عليه عمله الذي كان يعمله وأجرى عليه رزقه وأمن من الفتان". قال النووي: هذه فصيلة ظاهرة للمرابط، وجريان عمله عليه بعد موته فضيلة مختصة به, لا يشاركه فيها أحد, وقد جاء صريحا في غير مسلم. كل ميت يختم عليه عمله إلا المرابط، فإنه ينمى له عمله إلى يوم القيامة انتهى.
ګرانو اورېدونکو:
د جهاد له توابعو څخه رباط دی، او هغه په پوله کې د مسلمانانو د پياوړي کولو لپاره استوګنه ده. او پوله هر هغه ځای دی چې د دښمن په سرحد کې وي، خلک یې دښمن وېروي او دښمن دوی وېروي. په بله وینا هغه ځای چې له هغه هاخوا اسلام نه وي. او له رباط څخه مراد په سرحدونو کې د دین د عزت لپاره اوسېدل او له مسلمانانو څخه د کافرانو د شر دفع کول دي. او په هر هغه ځای کې استوګنه چې د دښمن د حملې تمه کیږي د هغه د دفع کولو په نیت رباط ګڼل کیږي، ځکه د رباط اصل د آسونو له رباط څخه دی چې په دې آیت کې راغلی دی: (وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله وعدوكم). او رباط کم او ډېر کیږي، نو څومره موده چې هغه د رباط په نیت تېروي هغه رباط دی که کم وي او که ډېر، له همدې امله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (رباط یوم) او په یوه روایت کې (یوم ولیلة).
او په پای کې صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (په سبيل الله کې د يوې شپې ساتنه د زر شپو له قيام او د ورځې له روژې غوره ده).
ګرانو اورېدونکو، تر هغه چې له تاسې سره په يوه بل نبوي حديث کې سره ووينو، تاسې مو د الله په امان ساتو، والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.