وروستي لیکنې

ځانګړې مقاله

null

null

نور ولولئ
د الراية ورځپاڼه: په دمشق کې د "ملکي سولې" کنفرانس د حقایقو څخه تیر شو او د پخوانی نظام د پلویانو تبرئه کول

د الراية ورځپاڼه: په دمشق کې د "ملکي سولې" کنفرانس د حقایقو څخه تیر شو او د پخوانی نظام د پلویانو تبرئه کول

د "ملکي سولې کمیټې" د سه شنبې په ورځ د 2025 کال د جون په 10 نیټه په دمشق کې د اطلاعاتو وزارت په ودانۍ کې یوه خبري غونډه جوړه کړه چې پکې د کمیټې د کار په اړه وروستي پرمختګونه وڅیړل شول، د کمیټې د غړي حسن صوفان په مشرۍ او د کورنیو چارو وزارت د ویاند نورالدین البابا او د اطلاعاتو وزیر حمزه مصطفی په ګډون. صوفان د غونډې په پیل کې د پخوانی نظام د عناصرو څخه په دې وروستیو کې د خوشې شویو افسرانو قضیه راپورته کړه او څرګنده یې کړه چې دوی له 2021 راهیسې په پوځي عملیاتو کې شامل شوي دي.

د الراية ورځپاڼه: د مصر د نظام مزدوري او د هغې پوځ د حرکت وجوب

د الراية ورځپاڼه: د مصر د نظام مزدوري او د هغې پوځ د حرکت وجوب

په داسې حال کې چې د عربي نظامونو مشران په تشو غونډو او غولوونکو کنفرانسونو خوشحالي کوي، یو ولسي کاروان چې ځان ته یې د "صمود کاروان" نوم ورکړی، له تونس، الجزایر او مراکش څخه د لیبیا او مصر له لارې غزې ته روان شو، ترڅو محاصره مات کړي او د هغې سیمې له خلکو سره مرسته وکړي چې له 18 میاشتو څخه زیات وخت راهیسې محاصره ده. په دې کاروان کې د هر عمر نارینه او ښځینه شامل وو، چې د یو هدف لپاره راټول شوي وو، هغه دا چې د یهودو رژیم لخوا پر غزې د ګاونډیو نظامونو په مستقیمه مرسته او همکارۍ، په ځانګړې توګه د مصر د نظام په مرسته لګول شوې محاصره مات کړي.

د الراية ورځپاڼه: په لاس انجلس کې وروستۍ پېښې د بحرانونو راپارول دي که جعلي سیاسي شخړه؟

د الراية ورځپاڼه: په لاس انجلس کې وروستۍ پېښې د بحرانونو راپارول دي که جعلي سیاسي شخړه؟

په تېرو څو ورځو کې د لاس انجلس ښار داسې پرمختګونه ولیدل چې د هغوی د اصلي انګېزې په اړه یې سختې پوښتنې راپورته کړې. ایا دا پېښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دولتي بنسټونو ترمنځ د شخړې یوه برخه ده؟ یا د کلیفورنیا د جلا کېدو اړوند سناریوګانو کې شامله ده؟ او که دا له ټاکنو مخکې د سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د بحرانونو قصدي کارول دي؟

د الراية ورځپاڼه: په اسلام کې ګوند پالنه او سیاست

د الراية ورځپاڼه: په اسلام کې ګوند پالنه او سیاست

په دې زمانه کې د مسلمانانو په منځ کې داسې کسان راڅرګند شوي چې ګوند پالنه او سیاست حرام بولي، او دا پخپله یو خطرناک کار دی چې ناوړه پایلې او زیانونه لري او تر شا یې مغرض خلک ولاړ دي، ترڅو اسلام له ژوند څخه لرې کړي. که چیرې موږ هغه دلیل ته وګورو چې دا تحریم یې پرې ولاړ دی، نو هغه یو عقلي دلیل دی، او هیڅ شرعي دلیل ته ورته والی هم نه لري، په دې معنی چې هغه چا چې دا خبره کړې ده، په موجوده سیاسي ګوندونو کې د فساد واقعیت ته کتلي دي، او په عمومي نظر سره یې واقعیت د قانون جوړولو سرچینه ګرځولې او د ګوند پالنې او سیاست د حراموالي په اړه یې د عقل حکم صادر کړی دی.

د الراية ورځپاڼه: له یهودو سره جوړجاړی د شام د انقلاب له اصولو سره پرېکون دی

د الراية ورځپاڼه: له یهودو سره جوړجاړی د شام د انقلاب له اصولو سره پرېکون دی

د اوږدې مودې کړاوونو پاڼه اړول چې د اسد نظام او د ځپلو او انحطاط کلونو او د حاکمیت له لاسه ورکولو له امله رامینځته شوي، یو اصولي او زړور رهبرۍ ته اړتیا لري، کوم چې د شام د انقلاب هیلو د وړلو لپاره کافي ټینګښت ولري چې په 2011 کې د "مرګ خو ذلت نه" شعارونو سره پیل شو، "موږ یوازې الله ته سجده کوو" او "یا به په عزت ژوند کوو یا به مرو".

د الراية ورځپاڼه: د فرانسې د ولسمشر سوېل ختيځې اسيا ته سفر او د نرمې ډيپلوماسۍ تګلاره

د الراية ورځپاڼه: د فرانسې د ولسمشر سوېل ختيځې اسيا ته سفر او د نرمې ډيپلوماسۍ تګلاره

د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون د ۲۰۲۵ کال د مې له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې سوېل ختيځې اسيا (ويتنام، اندونيزيا، سينګاپور) ته سفر د فرانسې د "هند او ارام سمندر ته د مخه کولو" ستراتېژۍ په چوکاټ کې راځي. دا ستراتېژي په ۲۰۱۸ کال کې په رسمي توګه د سیمې په جیوپولیټیکي پرمختګونو، لکه د "اوکوس" تړون په اړه د غبرګون په توګه پیل شوه، چې فرانسه یې له پامه وغورځوله او د آسټرالیا سره یې د اوبتلونو معامله لغوه کړه، او همدارنګه د "آسیان" ټولنه چې په سیمه کې یو مهم اقتصادي بلاک دی.

د الراية ورځپاڼه: د الراية متفرقه – 552 ګڼه

د الراية ورځپاڼه: د الراية متفرقه – 552 ګڼه

اې د اسلام امته: ته داسې امت یې چې د نورو قومونو د لارښوونې وړ یې، او ستا دولت باید په نړۍ کې بې له سیاله لومړی دولت وي او د نړیوال دریځ نقشه ترسیم کړي، او دا به تر هغه وخته پورې نه شي ترلاسه کېدای تر څو چې ته دا دولت قائم نه کړې، خبردار اوسئ! د بدلون وخت رارسېدلی، او له دې اوږدې بې حسۍ وروسته د راویښېدو وخت رارسېدلی، نو اې د اسلام امته! د هڅې لمنې ونغاړئ او د هغو کار کوونکو سره کار کولو ته ور منډه کړئ چې د خلافت د قائمولو لپاره کار کوي، ستاسې ټینګه کلا، او د رب العالمین د فرضو تاج.

د مسلمانانو په هیوادونو کې د نظامونو غبرګونونه پر ایران د یهودو له خوا شرموونکي دي!

د مسلمانانو په هیوادونو کې د نظامونو غبرګونونه پر ایران د یهودو له خوا شرموونکي دي!

څوک چې په مسلمانانو هیوادونو کې د موجودو نظامونو غبرګونونه پر ایران د یهودو له خوا بریدونو ته ګوري؛ زړه یې د مسلمانانو په اوسني حالت ډک شي، ځینې یې غندي او کرکه ترې ښیي، ځینې یې په سیمه کې د دې بریدونو په پایله کې د ګډوډۍ له امله وېرېږي، ځینې یې یو خطرناک زیاتوالی ګڼي، ځینې یې د فلسطین په قضیه کې د دې زیاتوالي له اغیزې څخه وېره ښودلې، ځینې یې د ایران او یهودو ترمنځ د منځګړتوب لپاره چمتووالی اعلان کړی، او تر ټولو ښه یې هغه دی چې د ایران سره د مرستې او په نړیوالو غونډو کې د ملاتړ لپاره یې چمتووالی اعلان کړی.

276 / 10603