د حديث شريف سره - د ګټو د ادارې پاليسي
د حديث شريف سره - د ګټو د ادارې پاليسي

د حديث شريف سره

0:00 0:00
Speed:
October 12, 2025

د حديث شريف سره - د ګټو د ادارې پاليسي

د حديث شريف سره

د ګټو د ادارې پاليسي

ګرانو اوريدونکو ته مو په هر ځاى کې سلامونه وړاندې کوو، ستاسو د خپرونې "د حديث شريف سره" په نوې کړۍ کې، او د ښو سلامونو سره يې پيلوو، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان ليکلی دی 

مسلم په خپل صحيح کې روايت کړی دی چې:

مونږ ته ابو بکر بن ابی شيبه حديث بيان کړی، مونږ ته اسماعيل ابن عليه له خالد الحذاء څخه، هغه له ابی قلابه څخه، هغه له ابی الاشعت څخه، هغه له شداد بن اوس څخه حديث بيان کړ چې ويې ويل:

دوه خبرې مې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يادې دي، هغه وويل: "بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان ليکلی دی، نو کله چې تاسې وژنئ، نو ښه ووژنئ، او کله چې تاسې حلالوئ، نو ښه حلال کړئ، او تاسې خپلې چړې تېز کړئ، او خپل ذبيحه مو ارامه کړئ"

او مونږ ته يحيی بن يحيی حديث بيان کړی، مونږ ته هشيم حديث بيان کړ، او مونږ ته اسحاق بن ابراهيم خبر راکړ، مونږ ته عبدالوهاب الثقفي حديث بيان کړ، او مونږ ته ابو بکر بن نافع حديث بيان کړ، مونږ ته غندر حديث بيان کړ، مونږ ته شعبه حديث بيان کړ، او مونږ ته عبدالله بن عبدالرحمن الدارمي خبر راکړ، مونږ ته محمد بن يوسف له سفيان څخه، او مونږ ته اسحاق بن ابراهيم خبر راکړ، مونږ ته جرير له منصور څخه، ټولو دغو له خالد الحذاء څخه د ابن عليه د حديث په اسناد او د هغه د حديث په معنا سره حديث بيان کړ

د نووي په شرح مسلم کتاب کې راغلي دي:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول: (بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان ليکلی دی، نو کله چې تاسې وژنئ، نو ښه ووژنئ، او کله چې تاسې حلالوئ، نو ښه حلال کړئ، او تاسې خپلې چړې تېز کړئ، او خپل ذبيحه مو ارامه کړئ)

اما (القتله) د قاف په کسر سره، او هغه هيئت او حالت دی، او اما د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول: (فَأَحْسِنُوا الذَّبْح) نو په ډېرو نسخو يا په اکثرو کې (فَأَحْسِنُوا الذَّبْح) د ذال په فتحه سره له هاء پرته راغلی دی، او په ځينو کې (الذِّبْحَة) د ذال په کسر او له هاء سره لکه القتلة، او هغه هم هيئت او حالت دی.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول: (وَلْيُحِدَّ) دا د ياء په ضمه سره دی، ويل کيږي: أَحَدّ السِّكِّين وَحَدَّدَهَا وَاسْتَحَدَّهَا په يوې معنا سره، او خپله ذبيحه مو ارامه کړئ، د چړې په تېزولو او د هغه په ژر تېرولو سره او له دې پرته، او دا مستحب ده چې چاړه د ذبيحې په وړاندې تېزه نه شي، او يوه ذبيحه د بلې په وړاندې حلال نه شي، او هغه د ذبحې ځای ته ونه کاږل شي. او د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول: (فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَة) په هر وژل شوي کې عام دی، له ذبائح څخه، او په قصاص کې، او په حد او د هغه په څېر کې. او دا حديث د اسلام د قواعدو څخه يو جامع حديث دی. والله اعلم.

ګرانو اوريدونکو:

په حقيقت کې دا د جامع کلمو څخه يو حديث دی، نو دا چې په هر شي کې په احسان کولو باندې هڅوي، نو دا د خلکو د ګټو په پوره کولو کې په احسان باندې هم شامله ده، نو د مصلحت د خاوند د ګټو په ژر پوره کولو، او د هغه په بشپړه توګه پوره کول د هر مصلحت د خاوند غايه ده. او دا په ګټو کې هغه مقصود احسان دی، نو ځکه په دولت کې د ګټو د ادارې پاليسي بايد په دې شيانو ولاړه وي:

لومړی: په نظام کې ساده ګي، ځکه چې هغه اسانتيا او آسانۍ ته رسوي، په داسې حال کې چې پېچلتيا په خلکو باندې سختۍ او تکليف ته رسوي 

دوهم: د معاملاتو په ترسره کولو کې چټکتيا، ځکه چې هغه د مصلحت په خاوند باندې اسانتيا ته رسوي 

دريم: په هغه چا کې وړتيا او کفايت چې کار ورته سپارل کيږي، دا د کار ښه کولو ته اړتيا لري لکه څنګه چې پخپله کار کولو ته اړتيا لري. 

اې هغو کسانو چې له ظالمانه نظامونو څخه د خلاصون ارمان لرئ، او د داسې ژوند په لټه کې ياست چې ستاسو د ګټو په پرمخ بېولو کې له سختۍ او کړاو څخه خالي وي، دا هغه رباني نظام دی چې ستاسو لپاره دغه موخې تضمينوي ستاسو د سترګو په وړاندې او ستاسو په لاسونو کې دي، او ستاسو په غاړه ده چې له کارکوونکو سره د خلافت په بيا راګرځولو کې کار وکړئ چې په تاسو باندې به د اسلام عظيم نظام تطبيق کړي، چې ستاسو د ژوند د ثبات او ستاسو د ګټو د اسانولو تضمين کوي. نو تاسو څه ته انتظار ياست؟

ګرانو اوريدونکو، او تر هغه وخته پورې چې له تاسو سره په بل نبوي حديث کې يوځای کيږو، تاسو په الله سپارو، والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

More from فقه

مع الحديث الشريف - أتدرون من المفلس

د حديث شريف سره

ايا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟

الله دې وکړي چې تاسو ته د تحرير ګوند د مرکزي رسنيز دفتر د راډيو قدرمنو اورېدونکو ښه راغلاست ووايم، ستاسو سره مو ليدنه او زموږ پروګرام د حديث شريف سره تازه کيږي، او زموږ د حلقې په پيل کې غوره خبره د اسلام سلام دی، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د احمد په مسند کې راغلي دي - د ډېرو روايتونو د مسند پاتې برخه - زما د امت مفلس هغه څوک دی چې د قيامت په ورځ روژه، لمونځ او زکات راوړي او راځي په داسې حال کې چې دغه يې سپک کړی وي، دغه يې تورن کړی وي او دغه يې مال خوړلی وي

  عبدالرحمن له زهير څخه، هغه له علاء څخه، هغه له خپل پلار څخه، هغه له ابی هريره څخه، هغه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: ايا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟ هغوى وويل: اى د خداى رسوله! زموږ مفلس هغه څوک دى چې نه روپۍ لري او نه سامان. هغه وويل: زما د امت مفلس هغه څوک دى چې د قيامت په ورځ روژه، لمونځ او زکات راوړي او راځي په داسې حال کې چې دغه يې سپک کړى وي، دغه يې تورن کړى وي او دغه يې مال خوړلى وي، نو هغه به کښېنول شي او دغه به د هغه له نيکيو څخه قصاص اخلي او دا به د هغه له نيکيو څخه قصاص اخلي، نو که چېرې د هغه نيکۍ مخکې له دې څخه خلاصې شي چې هغه هغه ګناهونه خلاص کړي چې د هغه په غاړه دي، نو د هغوى ګناهونه به واخيستل شي او په هغه باندې به وغورځول شي، بيا به په اور کې وغورځول شي.

دا حديث د نورو مهمو حديثونو په شان دی چې بايد معنی يې درک شي، ځينې خلک داسې دي چې له لمانځه، روژې او زکات سره سره مفلس دي، ځکه چې دغه يې سپک کړ، دا يې تورن کړ، دا يې مال وخوړ، دا يې وينه تويه کړه او دا يې وواهه  

او د هغه افلاس دا دی چې د هغه له نيکيو څخه واخيستل شي چې د هغه سرمايه ګڼل کيږي او دې ته ورکړل شي او د هغه د سپکاوي، تور او وهلو په بدل کې هغه ته تاوان ورکړل شي، او له دې وروسته چې د هغه نيکۍ مخکې له دې څخه خلاصې شي چې هغه هغه څه خلاص کړي چې د هغه په غاړه دي، نو د هغوی له ګناهونو څخه به واخيستل شي او په هغه باندې به وغورځول شي، بيا به په اور کې وغورځول شي. 

او کله چې نبي صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه پوښتنه وکړه چې ايا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟ د ايا پوهېږئ معنی دا ده چې ايا د چارو په باطن باندې پوهېږئ، ايا پوهېږئ چې رښتینی مفلس څوک دی؟ دا د حضرت علي کرم الله وجهه د دې خبرې تصديق کوي: "شتمني او بې وزلي په الله باندې له وړاندې کولو وروسته ده" هغوی کله چې دا پوښتنه وشوه د خپلو تجربو له مخې يې ځواب ورکړ، زموږ مفلس هغه څوک دی چې نه روپۍ لري او نه سامان، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو په نظر مفلس دی، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل: نه، .... هغه وفرمايل: زما د امت مفلس هغه څوک دی چې د قيامت په ورځ روژه، لمونځ او زکات راوړي... 

او دا د حضرت عمر د دې خبرې تصديق کوي: څوک چې وغواړي روژه دې ونيسي او څوک چې وغواړي لمونځ دې وکړي خو دا استقامت دی، ځکه چې لمونځ، روژه، حج او زکات دا هغه عبادتونه دي چې انسان يې شايد په خپله خوښه وکړي، او کيدای شي چې منافقت وکړي، خو د ثقل مرکز دا دی چې د الله په امر باندې عمل وکړي 

الله دې موږ په حق باندې ثابت کړي او د خپلو پرهيزګارو بندګانو څخه دې وګرځوي او زموږ بديو ته دې نيکۍ بدلې کړي او د وړاندې کولو په ورځ دې رسوا نه کړو، آمين 

قدرمنو اورېدونکو، تر هغه وخته پورې چې تاسو سره يو بل نبوي حديث سره وکتل شي، تاسو الله ته سپارم چې هغه امانتونه نه ضايع کوي او السلام عليكم ورحمة الله وبركاته 

د راډيو لپاره ليکل شوی 

عفراء تراب

د حدیث شریف سره - منافقین او د هغوی ناوړه اعمال

د حدیث شریف سره

منافقین او د هغوی ناوړه اعمال

ګرانو اوریدونکو! په هر ځای کې چې یاست، تاسو ته د خپلې خپرونې "د حدیث شریف سره" په نوې کړۍ کې ښه راغلاست وایو او په ښې سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "منافق ته مه وایئ چې سردار دی، ځکه که هغه سردار وي، نو تاسو خپل رب عزوجل غصه کړی دی". دا ابو داود په صحیح سند سره روایت کړی دی.

ای قدرمنو اوریدونکو!

یقینا غوره خبرې د خدای تعالی خبرې دي، او غوره لارښود د محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم لارښود دی، اما بعد:

یقینا دا شریف حدیث موږ ته لارښوونه کوي چې له هغو منافقانو سره څنګه چلند وکړو چې موږ یې پیژنو، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازینی کس و چې د ټولو منافقانو نومونه یې پیژندل، مګر موږ کولی شو ځینې یې د دوی له صفاتو څخه وپیژنو، لکه هغه کسان چې قرآن دوی ته اشاره کړې چې په سستۍ او زړه نا زړه فرائض ترسره کوي، او لکه هغه کسان چې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې دسیسې کوي او فتنې هڅوي او په ځمکه کې فساد کوي او دا خوښوي چې فحشاء د هغې ته په بلنه ورکولو، د هغې په ساتلو او پاللو سره خپره شي، او لکه هغه کسان چې د اسلام او مسلمانانو په اړه دروغ وايي... او نور هغه کسان چې د نفاق صفات لري.

له همدې امله موږ باید هغه څه وپیژنو چې شریعت ښه ګڼلي او څه یې بد ګڼلي، ترڅو موږ منافق له مخلص څخه وپیژنو، او د هغه په ​​وړاندې مناسب ګام واخلو. موږ باید د هغه چا په اړخ باور ونکړو چې د شریعت خلاف کارونه کوي او داسې ښیې چې هغه دا د اسلام او مسلمانانو په ګټه کوي، او موږ باید د هغه پیروي ونه کړو او نه یې ملاتړ وکړو، او نه هم له دې څخه لږ دا چې موږ هغه ته سردار ووایو، که نه نو خدای سبحانه وتعالی به په موږ غصه شي.

موږ مسلمانان باید تر ټولو زیات د اسلام او مسلمانانو په اړه اندیښمن واوسو، او یو منافق ته اجازه ورنکړو چې زموږ دین او کورنیو ته ننوځي، ځکه چې دوی د هغو خطرناکو شیانو څخه دي چې موږ ورسره مخ کیدی شو د دوی د ډیریدو او د دوی د څو څیرو له امله. موږ باید د هغه چا د اعمالو د اندازه کولو لپاره شرعي تله حاضره کړو چې د اسلام دعوه کوي، ځکه چې اسلام زموږ لپاره د دغه شان بدکارانو څخه ساتنه ده.

له خدایه غواړو چې زموږ امت له دغه شان مجرمینو څخه وساتي او موږ ته مستقیمې لارې او سمې تلې ته لارښوونه وکړي چې د خلکو چلند ورباندې اندازه کړو او له هغو کسانو څخه ځان لرې وساتو چې خدای یې نه خوښوي، اللهم آمین.

ګرانو اوریدونکو، تر هغه وخته چې تاسو له بل نبوي حدیث سره ګورو، تاسو خدای ته سپارو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

دا لیکنه د راډیو لپاره: ډاکټر ماهر صالح