Organization Logo

أفغانستان المكتب

ولاية أفغانستان

Tel:

hizbuttahrir.af@gmail.com

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د امریکا او هند سیمه ییزو سیاستونو ته خدمت کوي
Press Release

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د امریکا او هند سیمه ییزو سیاستونو ته خدمت کوي

October 13, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې

د امریکا او هند سیمه ییزو سیاستونو ته خدمت کوي

(ژباړه)

د شنبې په شپه، د افغانستان او پاکستان پوځونو په سرحدي جګړه کې ښکیل شول، دواړو خواو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یو بل پر پوستو ډزې وکړې؛ په پایله کې، دواړو مسلمانو خواوو ته ځاني زیانونه واوښتل. دوه شپې وړاندې، پاکستاني پوځ د کابل او پکتیکا په ښارونو کې ځینې ځانګړې سیمې بمبار کړې، چې له امله یې ځاني زیانونه هم واوښتل.

د افغانستان ولایت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د دواړو مسلمانو هیوادونو ترمنځ دا روانه جګړه وغندله او دا یې د امریکا او هند سیمه ییزو سیاستونو ته خدمت او مسلمانانو ته زیان وباله. دا جګړه یو ځل بیا ښیي چې څنګه مصنوعي سرحدونو او غیر اسلامي سیاستونو مسلمانان سره ښکیل کړي دي، په داسې حال کې چې د امت حقیقي دښمنان وضعیت په بشپړ امنیت کې څاري.

ډېره د افسوس خبره ده چې پاکستاني پوځ - چې ځان د اسلامي نړۍ ترټولو پیاوړی پوځ ګڼي - خپل ځواک او وسلې د اسلام د دښمنانو پر وړاندې نه، بلکې د خپلو مسلمانو وروڼو پر وړاندې کاروي! همدغه پوځ، چې په بې شرمۍ سره یې کشمیر هند ته پرېښود، او د مودي د هندوانو د ملتپال حکومت د اسلام ضد سیاستونو او ځپونکو کړنو په وړاندې یې چوپتیا غوره کړه، اوس په ډېره زړورتیا سره د افغانستان ښارونه او کلي او قبایلي سیمې وهي، تر دې چې که دا زړورتیا او عزم د هند او یهودو دولت پر وړاندې ښودل شوی وای، نو کشمیر به د ذلت سره مخ نه وای، او نه به غزې د دوو کلونو ډله ییزې وژنې زغملې، او نه به نن د غزې پر خلکو د مسلمانو واکمنانو په فشار او خیانت سره د شرمونکي سولې جوړجاړی تپل کیده چې د پاکستان واکمنان هم پکې شامل دي.

موږ پوهیږو چې د مسلمانانو په وړاندې دښمني او د کفر په وړاندې چوپتیا د پاکستان په پوځ کې د مزدورو کسانو د یوې ټاکلې کړۍ کار دی، او دا زړورتیا د پاکستان د مشرتابه او د هغوی د بادار ډونالډ ټرمپ تر منځ د لنډمهاله نږدېوالي له امله رامینځته شوې ده. دې نږدېوالي پاکستاني پوځ ته دا وهم او جرئت ورکړ چې په افغانستان کې بریدونه وکړي او امریکا ورته دنده سپارلې ده چې په قبایلي سیمو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مسلمانان د افغان مجاهدینو سره بوخت وساتي.

لکه څنګه چې په دې وروستیو کې وشول، او هند ته د لنډمهاله سزا په توګه، امریکا یو ځل بیا ځان د پاکستان مهم شریک ښيي؛ په داسې حال کې چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشران په سفرونو، عکسونو اخیستلو او امریکایي چارواکو ته په لاس نیولو بوخت دي. په هرصورت، کله چې باد بدلیږي، پاکستان یو ځل بیا د هیرولو کونج ته غورځول کیږي. لکه څنګه چې یو وخت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف اعتراف کړی و: "موږ شاوخوا درې لسیزې کیږي چې دا چټل کار د امریکا په ګټه کوو... او لویدیځ، د برتانیا په ګډون. دا یوه تېروتنه وه او موږ یې له امله زیانمن شوي یو."

دا اعتراف ښیي چې د پاکستان د لسیزو سیاست د امریکا ګټو ته خدمت کړی او د سیمې مسلمانانو ته یې دروند قیمت ورکړی دی. وروستۍ پېښې دا هم په ګوته کوي چې پاکستان له تاریخ څخه زده کړه نه ده کړې او د سیمې په رول کې د بیا راستنیدو لپاره له امریکا سره لاس نیولو ته بیا مخه کوي. حقیقت دا دی چې امریکا پاکستان یوازې هغه وخت یادوي کله چې د افغانستان، هند او یا چین په اړه په خپلو سیاستونو کې له خنډ سره مخ شي. بیا، پاکستان ناڅاپه "ستراتیژیک شریک" کیږي او لنډمهاله رول یې فعالیږي! مګر کله چې دنده پای ته ورسیږي او په سیمه کې د امریکا سیاست خپل عادي حالت ته راشي، پاکستان یو ځل بیا څنډې ته کیږي؛ دا ټولې ژمنې او ډیپلوماټیکې موسکاګانې - لکه څنګه چې د بایډن په وخت کې څرګنده وه - یوازې لنډمهاله نقابونه دي.

زموږ پیغام افغان مجاهدینو او د پاکستان په پوځ کې مخلصو کسانو ته دا دی: د مسلمانانو له وژلو او جګړو کولو څخه ډډه وکړئ، لوی انځور ته وګورئ. اوس مهال، په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو هیلې - په ځانګړې توګه په جنوبي آسیا کې - د افغان مجاهدینو په پوځي وړتیا او د پاکستان په پوځ کې په مخلصو افسرانو پورې تړلې دي چې اسلام او د جنت ژمنه د دنیوي رتبې او مقام څخه پورته ګڼي. دا ځواکونه د دې توان لري چې لوی بدلون راولي: د استعماري مصنوعي سرحدونو په لرې کولو او د راشده خلافت په جوړولو سره، دوی کولی شي په ټوله سیمه کې د امت وړتیاوې سره یوځای کړي او په نړیواله صحنه کې د یو خپلواک سیاسي او پوځي قطب په توګه راڅرګند شي. په حقیقت کې، خلافت به په سیمه کې د امریکا، هند او چین استعماري پلانونه شنډ کړي، او پوځ به د کشمیر، ختیځ ترکستان او فلسطین په څیر د نیول شویو اسلامي هیوادونو د آزادولو لپاره بسیج کړي.

﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

په افغانستان ولایت کې

Official Statement

أفغانستان المكتب

ولاية أفغانستان

أفغانستان المكتب

Media Contact

أفغانستان المكتب

Phone:

Email: hizbuttahrir.af@gmail.com

أفغانستان المكتب

Tel: | hizbuttahrir.af@gmail.com

Reference: PR-0199dc97-30c0-7079-a7df-f0ce7fed8ff2