نَفائِسُ الثَّمَراتِ - څوک چې الله وپېژني له هغه به ډېره حيا او وېره او مينه ورسره پيدا شي
ابن مسعود رضي الله عنه وائي: د الله څخه وېره د علم لپاره کافي ده. او له الله څخه د وېرې کمی د هغه په اړه د بنده د پوهې د کمښت له امله دی، تر ټولو پوه خلک د الله څخه ډېر وېرېدونکي دي، او څوک چې الله وپېژني له هغه به ډېره حيا او وېره او مينه ورسره پيدا شي، او څومره چې پوهه زياتيږي، هغومره حيا، وېره او مينه زياتيږي، نو وېره د لارې د سترو منزلونو څخه ده، او د خاصو خلکو وېره د عامو خلکو له وېرې څخه ستره ده، او دوی ورته ډېره اړتيا لري، او دا د دوی لپاره مناسبه ده، او دوی ته لازمه ده. نو بنده يا مستقيم وي او يا له استقامت څخه ليرې وي، که له استقامت څخه ليرې وي نو د خپل ميلان له امله له عذاب څخه وېرېږي، او ايمان پرته له دې وېرې صحيح نه دی.