د الراية ورځپاڼه: په الفاشر باندې د چټکو ملاتړو ځواکونو له واکمنۍ وروسته د سوډان د پوښتنې ځواب
(د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی سلاکار مسعد بولس ټینګار وکړ چې د سوډان پوځ او چټکو ملاتړو ځواکونو د درې میاشتو اوربند ته هوکړه کړې، چې د څلور اړخیزې ډلې په پلان ولاړ دی چې متحده امارات، امریکا، سعودي عربستان او مصر پکې شامل دي او د تېرې سپټمبر په دولسمه اعلان شو ... سکای نیوز عربی، 2025/11/3)، او د سوډاني اړخونو، نظام او چټکو ملاتړو لخوا د امریکایي پلان دا هوکړې وروسته له هغې وشوې چې چټکو ملاتړو په سوډان کې د الفاشر ښار ونیو.