له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې امریکا پر عراق باندې قبضه کړې ده، عراق په ستونزو کې ډوب دی او حالت یې له بد څخه بدتر شوی دی، دا ټول د هغې سیاسي نقشې پایله ده چې د امریکایي اشغالګر لخوا جوړه او تحمیل شوې ده، هغه د نظام لپاره بنسټیز قوانین وضع کړي او د هیواد سیاسي نقشه یې ترسیم کړې ده او عراقي ولس یې غولولی دی چې ددې نظام څخه د راولاړو ستونزو علاج د رایې صندوقونه دي، له همدې امله دا د حیرانتیا خبره نه ده چې په عراق کې د امریکا استازي مارک ساوا عراقیانو ته د پارلماني ټاکنو د بریا مبارکي ورکوي او ټینګار کوي چې "عراق خلکو یو ځل بیا ازادۍ، د قانون حاکمیت او د دولتي قوي بنسټونو ته خپله ژمنتیا ثابته کړه"!