Organization Logo

أفغانستان المكتب

ولاية أفغانستان

Tel:

hizbuttahrir.af@gmail.com

له دفاع وزارت څخه د جګړې وزارت ته د اسلامي دفاع په معنا باندې له سره غور کولو وخت رارسېدلی دی
Press Release

له دفاع وزارت څخه د جګړې وزارت ته د اسلامي دفاع په معنا باندې له سره غور کولو وخت رارسېدلی دی

September 07, 2025
Location

خبري اعلامیه

له دفاع وزارت څخه د جګړې وزارت ته

د اسلامي دفاع په معنا باندې له سره غور کولو وخت رارسېدلی دی

(ژباړه)

د ډونالډ ټرمپ لخوا د یو اجراییوي فرمان په صادرولو سره، د امریکا د دفاع وزارت نوم په رسمي توګه د جګړې وزارت ته واړول شو. دا یوازې د نوم بدلون نه و؛ بلکې په ښکاره یې د استعماري ځواکونو یرغلګره ذهنیت او د هغوی هغه بهرنۍ تګلاره چې د اشغال پر بنسټ ولاړه ده، په ډاګه کړه. چیرته چې ټرمپ په ښکاره وویل: "دفاع ډېره دفاعي ده... خو موږ غواړو چې یرغلګر هم و اوسو."

لویدیځ - کوم چې د پیړیو راهیسې د سولې، ډیپلوماسۍ، نړیوال نظام او ګډون په ژبه خبرې کولې - اوس په بې شرمۍ سره د یرغلګرې جګړې په ژبه خبرې کوي، لکه څنګه چې یې په خپلو استعماري امپریالي دورو کې کول. په عین وخت کې، اسلامي امت، په ماتېدونکي او محدود ملي دولت چوکاټ کې بند، د دفاعي اصطلاحاتو او د تسلیمۍ پر بنسټ پالیسیو سره تړلی پاتې دی. په تیرو وختونو کې، مسلمانانو په جهاد، فتح او د اسلام د پیغام په وړلو ویاړ کاوه؛ خو نن ورځ، د مسلمانانو تر ټولو لویې هیلې په دفاعي جګړو او له اشغال څخه په خلاصون کې محدودې دي. او په داسې حال کې چې لویدیځ په ښکاره توګه د یرغلي دریځ اعلان کوي، اسلامي امت باید خپلو بنسټونو ته بیرته وګرځي. له پیل څخه، په مدینه منوره کې د نبي ﷺ دولت ټینګ و، نه د استعمار، جرم یا نسل وژنې لپاره لکه د لویدیځ، بلکې د اسلام د وړلو او د انسانیت د رهبري کولو لپاره. د اسلام بهرنۍ پالیسي، له پیل څخه، د دین په ښکاره کولو او د جعلي سرحدونو په ماتولو، د انسانیت د نورو دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته د راوستلو پر بنسټ ولاړه وه. ﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾.

په حقیقت کې، د دین د ښکاره کولو دنده په سرحدونو پورې محدوده نه ده، او نه هم د سیکولر نړیوال نظام په چوکاټ کې تعریف کیدی شي. اسلام د دې لپاره راغلی چې یو نړیوال مرجع وي. او د امت دنده ده چې هغه په دعوت او جهاد سره خپور کړي، تر څو په ټولو دینونو غالبه شي. په هرصورت، له نولسمې پیړۍ راهیسې - او په ځانګړې توګه د خلافت له ړنګیدو وروسته - او د ملي دولت نظام په خپريدو او د دفاعي سیاستونو په غوره کولو سره، اسلامي امت د یرغلي نوښت له روحیې څخه بې برخې شو. په عین وخت کې، استعماریانو د سولې او ثبات تر شعارونو لاندې خپل یرغل ته دوام ورکړ او د هغوی هیوادونه یې اشغال کړل، لکه څنګه چې موږ نن ورځ په غزه کې ګورو چې د نړۍ په وړاندې یې د هغې بچیان ذبحه کوي. په هرصورت، د مسلمانانو واکمنان - چې د جګړې وزیرانو ته یې د دفاع وزیران وایي - د ملي سرحدونو په ساتلو او د محدودو تړونونو په درناوي پورې محدود دي. د ملي دفاعي سیاستونو سره تړلي، هغوی چوپتیا غوره کړې، او د لویدیځ سیاسي مفاهیمو ته یې پناه وړې، او دا منفي او شاتګ یې د حکمت، مصلحت او سیاسي ځیرکتیا په توګه بیا تعریف کړ!

لویدیځ اوس بیا د یرغلګرې جګړې تر بیرغ لاندې د خپلو استعماري اهدافو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. ایا اسلامي امت - او د افغانستان واکمنان - دې ته چمتو دي چې له سرحدونو څخه تیر شي، د مظلومانو د خلاصون لپاره هڅه وکړي، او جهاد - نه یوازې د اشغال په وړاندې د ځان دفاع، بلکې د بهرني سیاست د یوې لارې په توګه په پراخه مفهوم سره - بیرته اجنډا ته راولي؟

له همدې امله، موږ باید هغه "متوازن" دفاعي پالیسۍ پرېږدو چې په اقتصاد تمرکز کوي، او د نبوت په طریقه د راشده خلافت په تاسیس سره سمه لار ژوندي کړو، ځکه چې هغه یوازې خپل بهرنی سیاست په دعوت او جهاد باندې ولاړ کوي؛ ترڅو اسلام په ځمکه خپور شي او فتنه له منځه لاړه شي. ﴿وَقاتِلُوهُمْ حَتّى لا تَكونَ فِتْنَةٌ وَيَكونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ﴾.

په افغانستان ولایت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

Official Statement

أفغانستان المكتب

ولاية أفغانستان

أفغانستان المكتب

Media Contact

أفغانستان المكتب

Phone:

Email: hizbuttahrir.af@gmail.com

أفغانستان المكتب

Tel: | hizbuttahrir.af@gmail.com

Reference: PR-01992422-03a8-764c-b721-0f2689b69e0d