مطبوعاتي اعلامیه
د ټرمپ د غرور ځواب باید د دویمې راشده خلافت په جوړولو سره ورکړل شي!
(ژباړه)
یو ځل بیا، ډونالډ ټرمپ د افغانستان حکومت او مسلمانانو ته په سپکه او ګواښونکي ډول دریځ غوره کړ او اعلان یې وکړ: "که طالبان د بګرام اډه هغه چا ته ونه سپاري چې جوړه کړې یې ده، یعنې متحده ایالاتو ته، نو بدې پیښې به رامنځ ته شي."
د حزب التحریر / افغانستان ولایت مطبوعاتي دفتر د ټرمپ څرګندونې په کلکو ټکو غندي، او په دې اړه هر ډول تړون د اسلام، جهاد او د شهیدانو وینو ته خیانت ګڼي، او خبرداری ورکوي چې هر ډول نوی امریکایي شتون - که هر نوم ولري - افغانستان به د استعماري ځواکونو ترمنځ د سیالۍ ډګر بدل کړي.
د ټرمپ څرګندونې د افغان چارواکو څخه د سیاسي، اقتصادي یا امنیتي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د فشار راوړلو، یا د سیمې هیوادونو ته د ګواښ په توګه لوستل کیدی شي. خو واضح خبره دا ده چې د هغه استعماري ذهنیت د افغانستان په اړه څرګند دی. د بګرام هوایي اډه چې په زرګونو امریکایي ځواکونو مرکز او په سیمه کې د امریکا د ځواک سمبول و، په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته خالي شوه. له بګرام څخه د امریکا وتل یوازې د نظامي شتون پای نه و؛ بلکې د امریکا د ځواک او نفوذ د کمیدو نښه هم وه په سیمه او نړۍ کې، او دا ماتې اوس د ټرمپ زړه خوري. په همدې حال کې، ځینې کورنۍ او بهرنۍ خواوې د اړیکو یا سیاسي فشار له لارې د واکمنانو ځینې اسلامي معیارونه بدلولو هڅه کوي او هغوی هڅوي چې په دې قضیه کې امتیاز ورکړي، شاتګ وکړي یا معاملې وکړي. څوک چې فکر کوي له امریکا سره د همکارۍ ټینګول، یا حتی نظامي بیرته راستنیدل به د افغانستان لپاره ګټور وي، هغه سخته تېروتنه کوي. دا هغه دوکه ده چې د عربو خائن واکمنان یې له امریکا سره روغې ته ورساوه، او دا هغه منطق دی چې جمهوري غوښتونکو واکمنانو وړاندې کړ، او دې منطق یوازې ذلت، تېښته، سقوط او له اسلام څخه لیرې والی رامنځته کړ.
د مسلمانانو ځمکې د مسلمانانو ملکیت دی، او یوازې اسلامي شریعت د دوی د برخلیک ټاکلو لپاره مرجع ده. امریکا یو جنګیالي دولت دی، چې نه یوازې اصولي او سیاسي مخالفت لري، بلکې د اسلامي امت په وړاندې نظامي دښمني هم لري، بلکې د ټول بشریت په وړاندې. امریکا په ښکاره توګه په غزه کې د یهودو رژیم لخوا د ډله ایزې وژنې ملاتړ کوي، او اوس د 6.4 میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو لپاره معامله کوي، ترڅو نور مسلمانان ووژني، بې ځایه کړي او وږي کړي. د دې ظالمو او مغرورو خلکو په وړاندې د اسلام ځواب له الله سره جهاد پرته بل څه کیدی شي؟
د افغانستان واکمنان باید پوه شي چې دا د الله سبحانه وتعالی ازموینه ده چې شکر کونکي له منکرینو څخه جلا کړي. دوی باید په ټولنه کې د اسلام، مقاومت او جهاد روحیه په منظم ډول راژوندۍ کړي. دوی باید د ځان او ټولنې لپاره له ذلت او دنیا سره له مینې څخه ځان وساتي. نبي ﷺ هغه وخت چې پوښتنه ترې وشوه چې وهن څه شی دی؟، وفرمایل: «د دنیا سره مینه او د مرګ څخه کرکه»، دا صفات د مسلمانانو له زړونو څخه د دښمن ویره لرې کوي. او که څه هم ټرمپ ګواښ کوي او هڅه کوي چې حاکم نظام د پایلو څخه وډار کړي، خو باید په یاد ولرو چې شیطان هم وسوسې کوي او د ځینو کړنو د پایلو څخه ویره خپروي؛ موږ باید اجازه ورنکړو چې دا ډول شیطاني او مغرورې خبرې زموږ زړونه له ویرې ډک کړي یا مو تسلیمۍ ته وهڅوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾.
په یاد ولرئ: تر هغه چې موږ د عصري ملي دولت په چوکاټ او د هغې په اوسنیو سیاسي معیارونو کې بند یو، زموږ د جهاد روحیه به کمزورې شي، او نړیوال نظام ته زموږ هڅه به په افغانستان کې د استعمار د تاریخ د تکرار له خطر سره مخامخ کړي. دښمنان د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره په دوکه، چل او دسیسو ټینګار کوي. نو، تر هغه چې موږ یو سیاسي قطب جوړ نه کړو چې محور یې اسلام او اسلامي امت وي، او تر هغه چې موږ د راشده خلافت بیا جوړ نه کړو، دښمن به په بې شرمۍ سره موږ ته ګواښ کوي او زموږ د خاورو د اشغال اعلان به کوي.
د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر په افغانستان ولایت کې