د الراية ورځپاڼه: په قرغزستان کې د چین نفوذ مخ په زیاتېدو دی
قرغزستان ورځ تر بلې د چین د پراختیاپالیسۍ تابع کیږي، او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو شمیر لویو تړونونو او پروژو شاهد دی. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۲۱مه د قرغزستان د ولسمشرۍ د پانګونې ملي ادارې د یو چینایي شرکت سره د اسمان ښار د جوړولو په اړه د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ، چې د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې ددې پروژې لګښت شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی. ولسمشر جباروف پخوا د دې پروژې پلي کول په هغې کې د بدلونونو او د چاپیریال اړتیاو سره تړلي وو.