له حديث شريف سره
آيا هغه څه چې ښځې ته پراخه وو، مونږ ته هم پراخه شي؟
تاسو ټولو ته په هر ځای کې سلامونه وایو، ستاسو د خپرونې "له حدیث شريف سره" په نوې برخه کې او په ښه سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د فتح الباري په شرح صحيح البخاري کې د ابن حجر عسقلاني له خوا –په تصرف سره- د هغه چا په باب کې چې قرآن زده کوي او نورو ته یې ښيي، راغلي دي:
مونږ ته عمرو بن عون حدیث بیان کړی، هغه ته حماد د ابی حازم نه، هغه ته سهل بن سعد ویلي دي چې: یوه ښځه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغله او ویې ویل چې ما خپل ځان الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته ډالۍ کړ، هغه وفرمایل: زه په ښځو کې هیڅ اړتیا نلرم، یو سړي وویل: هغه له ما سره په نکاح کړه، هغه وفرمایل: هغې ته یو کالي ورکړه، هغه وویل: زه یې نلرم، هغه وفرمایل: هغې ته که څه هم د اوسپنې یوه ګوتمۍ ورکړه، هغه عذر راوړ، هغه وفرمایل: له تا سره د قرآن څه برخه ده؟ هغه وویل: دومره او دومره، هغه وفرمایل: ما هغه له تا سره د هغه قرآن په بدل کې نکاح کړه چې تا سره دی.
ګرانو اوریدونکو:
په اسلام کې مهر فرض دی، دا د ښځې لپاره د قدر او د هغې د خاوند په نزد د مقام څرګندونه ده، او دا د ښځې سره مرسته کوي چې خپل ځان تیار کړي کله چې هغه خپل نوي کور ته ځي، او په دې کې د هغې لپاره عزت دی، او دا د خوند اخیستلو په مقابل کې دی، او دا د الله سبحانه وتعالی حکم دی. مګر په دې حدیث کې د مهر د نه ټاکلو بیان دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه سړي څخه چې واده یې غوښت، وغوښتل چې مهر کې یوه کالي وړاندې کړي، بیا د اوسپنې ګوتمۍ بیا د الله د آیتونو په اندازه چې هغه یاد کړي دي.
ای مسلمانانو:
که څه هم د حدیث مضمون د واده او په هغه کې د مهر د اړتیا په اړه دی، مګر دا د الله تعالی د آیتونو ته پام اړوي چې د ښځې لپاره د مهر په توګه وړاندې شوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ښیي چې مهر د خپل ارزښت په لوړیدو یا کمیدو سره د واده یا نه واده کولو سبب نشي، اسلام واده ته بلنه ورکړې او هغه بڼه یې بیان کړې چې خاوند او ښځه باید په هغه وي، او د هر یو څخه مطلوب یې بیان کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سړي په لاس کې د لږ څه له امله د واده څخه منع نه دی کړی. څومره مسلمان زامن د واده خوبونه ویني مګر د لوړو مهرو له امله یې نشي ترلاسه کولی؟ څومره مسلمانې نجونې د لوړو مهرو له امله کونډې شوې؟ څوک شته چې د خپلو لوڼو لپاره په هغه څه باندې چې د الله له کتاب څخه یې یاد وي، واده ته حاضر شي؟ آیا موږ مسلمانان نه یو؟ آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ نمونه نه ده؟ نو بیا ولې هغه څه چې ښځې ته پراخه وو، مونږ ته پراخه نه شي چې د الله د آیتونو په بدل کې یې مهر قبول کړ؟ آیا زموږ د دښمنانو چلونه بسنه نه کوي؟ راځئ خپل دین لکه څنګه چې ښځې قبول کړ، ومنو.
ای الله! ژر تر ژره د نبوت په طریقه سمه خلافت راولې چې د مسلمانانو ګډوډي سره یوځای کړي، له هغوی څخه هغه مصیبتونه لرې کړي چې دوی پکې دي، ای الله! ځمکه د خپل کريم مخ په رڼا سره روښانه کړه.
ای الله! آمین آمین.
ګرانو ملګرو، تر هغه وخته چې موږ له تاسو سره د بل نبوي حدیث سره یوځای کیږو، موږ تاسو د الله په امان کې پریږدو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د راډیو لپاره لیکنه: ابو مریم