له حديث شريف سره
د هغه چا د ګناه په اړه چې آزاد سړی خرڅوي
قدرمنو اورېدونکو، د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډيو اورېدونکو، الله مو ژوندی لره، ستاسو سره مو بيا ليدنه او زموږ پروګرام له حديث شريف سره، او خير هغه دی چې خپله کړۍ د اسلام په سلام سره پيل کوو، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په صحيح البخاري کې راغلي دي - د خرڅلاو کتاب - د هغه چا د ګناه په اړه چې آزاد سړی خرڅوي
حدثني بشر بن مرحوم حدثنا يحيى بن سليم عن إسمعيل بن أمية عن سعيد بن أبي سعيد عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: "قَالَ اللَّهُ ثَلَاثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ رَجُلٌ أَعْطَى بِي ثُمَّ غَدَرَ وَرَجُلٌ بَاعَ حُرّاً فَأَكَلَ ثَمَنَهُ وَرَجُلٌ اسْتَأْجَرَ أَجِيراً فَاسْتَوْفَى مِنْهُ وَلَمْ يُعْطِ أَجْرَهُ"
د هغه قول: (د هغه چا د ګناه په اړه چې آزاد خرڅوي) يعنې: پوهېدل او قصداَ، او آزاد ښکاره خبره ده چې مطلب يې د آدم له اولادې څخه دی
د هغه قول: (درې کسان دي چې زه يې خصم يم) ابن التين وويل: هغه - سبحانه وتعالى - د ټولو ظالمانو خصم دی مګر هغه غوښتل په دې خبرې سره په دوی باندې سختي وکړي، او خصم په يو باندې هم اطلاق کيږي او په دوو باندې هم او په ډېرو باندې هم.
د هغه قول: (زما په نوم يې ورکړه بيا يې غدر وکړ) تقدير دا دی چې زما په نوم يې قسم وخوړ يعنې: ژمنه يې وکړه او په الله باندې يې قسم وخوړ بيا يې مات کړه.
د هغه قول: (آزاد يې خرڅ کړ او بيا يې قيمت وخوړ) خطابي وويل: د آزادۍ غلام کول په دوو شيانو واقع کيږي: دا چې هغه آزاد کړي او بيا هغه پټ کړي يا انکار ترې وکړي، او دوهم دا چې هغه په زور سره له آزادۍ وروسته په کار واچوي، او اول يې ډېر سخت دی.
مهلب وويل: او يقيناَ د هغه ګناه ډېره سخته ده ځکه چې مسلمانان په آزادۍ کې برابر دي، نو څوک چې آزاد خرڅوي نو هغه يې د هغه تصرف څخه منع کوي چې الله ورته مباح کړی دی او هغه ذلت يې ورته لازم کړی دی چې الله هغه ترې ژغورلی دی.
ابن جوزي وويل: آزاد د الله بنده دی، نو څوک چې په هغه تېری کوي نو خصم يې د هغه مالک دی.
د هغه قول: (او هغه سړی چې مزدور نيسي او له هغه څخه کار اخلي او مزدوري يې ورنکړي) هغه د هغه په معنی دی چې آزاد يې خرڅ کړ او قيمت يې وخوړ، ځکه هغه ګټه ترې واخيسته پرته له عوض څخه او داسې لکه چې هغه يې خوړلې وي، او ځکه هغه په بې مزدوري کارولی دی او داسې لکه چې غلام کړی وي
قدرمنو اورېدونکو، او تر هغه وخته پورې چې ستاسو سره يو بل نبوي حديث سره يوځای کيږو، تاسو الله ته سپارو هغه الله چې امانتونه يې نه ضايع کيږي، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دا مې راډيو ته وليکل
عفراء تراب