کوشي نیوز: د سودان په ایالت کې د تحریر ګوند د رسمي ویاند وینا
(د څلور اړخیزې اعلامیه او د لاسه تللې حاکمیت) د امریکا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر په شمول د څلور اړخیزې په نامه د بهرنیو چارو وزیرانو د سوډان په اړه یوه اعلامیه خپره کړه، چې په هغې کې تر ټولو مهم ټکي دا وو: 1- د بشري مرستو د ننوتلو لپاره درې میاشتنۍ بشري اوربند، چې سمدستي د تل لپاره د ډزو بندیدو لامل شي. 2- د یوې هراړخیزې او شفافه انتقالي پروسې پیل، چې په نهو میاشتو کې پای ته ورسیږي، د یو مشروع مدني حکومت د جوړولو په لور.