د نبوي شريف حديث سره
څلور څيزونه که په تا کې وې ... نو په تا څه پروا که دنيا دې لاړه!!
تاسو ټولو قدرمنو اوريدونکو ته په هر ځاي کې ښه راغلاست وايو، ستاسو د خپرونې "د نبوي شريف حديث سره" په نوې کړۍ کې سره يو ځاي کيږو او په غوره سلام او سپيڅلي درود سره پيل کوو، پر تاسو دې سلام وي او د الله رحمت او برکات او له دې وروسته:
امام احمد په خپل مسند کې روايت کوي چې: حسن موږ ته حديث بيان کړ، ابن لهيعه موږ ته د حارث بن يزيد حضرمي څخه، هغه د عبدالله بن عمرو څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: "څلور څيزونه که په تا کې وو نو په تا څه پروا که دنيا دې لاړه: د امانت ساتل، رښتيا ويل، ښه اخلاق او په خوراک کې پاکي".
قدرمنو اوريدونکو:
-
د دې څلورو څخه اول: د امانت ساتل:
طبراني په اوسط کې د عبيدالله بن عمر څخه، هغه د نافع څخه، هغه د ابن عمر څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «هغه څوک چې امانت نه لري ايمان نه لري، هغه څوک چې اودس نه لري لمونځ نه لري، هغه څوک چې لمونځ نه لري دين نه لري، د لمانځه مثال په دين کې د سر په شان دی په بدن کې».
-
او دوهم: رښتيا ويل:
مسلم په خپل صحيح کې د عبدالله څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «تاسو رښتيا ووايئ، ځکه رښتيا نيکۍ ته لارښوونه کوي، او نيکي جنت ته لارښوونه کوي، او سړی رښتيا وايي او رښتيا لټوي تر څو چې د الله په نزد رښتونی وليکل شي، او له دروغو څخه ځان وساتئ، ځکه دروغ ګناه ته لارښوونه کوي، او ګناه دوزخ ته لارښوونه کوي، او سړی دروغ وايي او دروغ لټوي تر څو چې د الله په نزد دروغجن وليکل شي».
او طبراني په کبير کې د کعب بن مالک په قصه کې روايت کوي، هغه د هغو دريو تنو څخه يو وو چې د عسرة په غزا (تبوک) کې پاتې شول، نو الله تعالی د هغوی توبه قبوله کړه. کعب وويل: «ای د خدای رسوله! الله زه په رښتيا سره وژغورلم، او زما له توبې څخه دا ده چې تر څو ژوندی يم رښتيا به وايم، او په الله قسم چې زه داسې څوک نه پيژنم چې الله دې د رښتيا په ويلو کې داسې ازمايښت کړی وي لکه ما چې ازمايښت کړی دی له هغه وخته چې ما دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه تر نن ورځې پورې، او زه اميد لرم چې الله به ما په راتلونکي کې وساتي».
-
او دريم: ښه اخلاق:
په کتاب "موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان" کې په "د ښه خلق په اړه باب" کې لاندې حديثونه راغلي دي: د عبدالله بن عمرو څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې وفرمايل: «ايا تاسو ته خبر نه ورکړم چې زما لپاره تر ټولو محبوب څوک دی او زما څخه تر ټولو نږدې څوک دی په قيامت کې؟». (درې ځله يې وويل) موږ وويل: هو ای د خدای رسوله! هغه وفرمايل: «ستاسو څخه هغه څوک چې اخلاق يې ښه وي». او د ابي ثعلبه الخشني څخه د نبي صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه وفرمايل: «زما لپاره تر ټولو محبوب تاسو څخه هغه څوک دی او زما څخه تر ټولو نږدې څوک دی په اخرت کې هغه څوک چې اخلاق يې ښه وي او زما لپاره تر ټولو مبغوض تاسو څخه هغه څوک دی او زما څخه تر ټولو لرې څوک دی په اخرت کې هغه څوک چې اخلاق يې بد وي، سخت زړي، متفيهقون (هغه خلک چې په فصاحت کې مبالغه کوي) او ډير غږي وي». او د ابي هريره څخه د نبي صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه وفرمايل: «ايا تاسو ته ستاسو غوره کسان خبر نه کړم؟» هغوی وويل: هو ای د خدای رسوله! هغه وفرمايل: «هغه څوک چې عمر يې اوږد وي او اخلاق يې ښه وي».
او د ابي الدرداء څخه د نبي صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه وفرمايل: «په قيامت کې د مومن په تله کې تر ټولو دروند څيز ښه خلق دی او الله بد اخلاقه او بې حيا سړی بد ګڼي». او د عبدالله بن عمرو بن العاص څخه چې معاذ بن جبل سفر ته تلل غوښتل نو هغه وويل: ای د خدای نبي ما ته نصيحت وکړه، هغه وفرمايل: «د الله عبادت کوه او هيڅ څيز ورسره مه شريکوه»، هغه وويل: ای د خدای نبي ما ته زياته نصيحت وکړه، هغه وفرمايل: «کله چې دې بدي وکړه نو ښه وکړه». هغه وويل: ای د خدای نبي ما ته زياته نصيحت وکړه، هغه وفرمايل: «سم اوسه او ښه خلق ولره». او د ابي هريره څخه چې هغه وويل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې تر ټولو ډير څه خلک جنت ته داخلوي؟ هغه وفرمايل: «د الله تقوی او ښه خلق». هغه وويل: تر ټولو ډير څه خلک دوزخ ته داخلوي؟ هغه وفرمايل: «دوه خالي څيزونه: خوله او شرمګاه». او د ابي هريره څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه وفرمايل: «تر ټولو کامل مومن هغه څوک دی چې اخلاق يې ښه وي». او د عائشې څخه چې هغې وويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «مومن د خپل خلق په واسطه د روژه نيونکي او شپه ژوندي کوونکي درجه ترلاسه کوي». او د ابي هريره څخه چې هغه وويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «د سړي عزت د هغه دين دی او د هغه مردانګي د هغه عقل دی او د هغه حسب د هغه خلق دی».
-
او څلورم: په خوراک کې پاکي:
طبراني په اوسط کې د ابن عباس څخه روايت کوي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نزد دا ايت تلاوت شو: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا). (البقرة 168) نو سعد بن ابي وقاص پاڅيد او ويې ويل: ای د خدای رسوله! له الله څخه وغواړه چې زما دعا قبوله کړي، نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: «ای سعده! خپل خوراک پاک کړه چې دعا دې قبوله شي، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، بنده چې حرامه مړۍ وخوري نو د هغه څلويښت ورځې عمل نه قبوليږي، او هر هغه بنده چې غوښه يې د حرام او سود څخه پيدا شوې وي نو اور ورته لائق دی».
او ابو نعيم په خپل مستخرج مسند کې د مسلم په صحيح باندې د ابي هريره څخه روايت کوي چې هغه وويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «ای خلکو! بيشکه الله پاک دی او صرف پاک څيز قبلوي، او بيشکه الله تعالی مومنانو ته هغه حکم کړی دی چې رسولانو ته يې کړی دی، نو هغه وفرمايل: (يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ). (المؤمنون 51) او هغه وفرمايل: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ). (البقرة 172). بيا يې د هغه سړي ذکر وکړ چې اوږد سفر کوي، ويښته يې خاورين وي او لاسونه اسمان ته اوچتوي: ای ربه! ای ربه! په داسې حال کې چې خوراک يې حرام وي، څښاک يې حرام وي، جامه يې حرامه وي او په حرامو سره تغذيه شوی وي، نو څنګه دعا يې قبوله شي؟».
قدرمنو اوريدونکو: ستاسو د ښه اوريدلو څخه مننه کوو، زموږ وعده ستاسو سره په راتلونکې کړۍ کې ده ان شاء الله، تر هغه وخته پورې او تر هغه وخته پورې چې تاسو سره و ګورو تل، تاسو د الله په پناه او حفاظت او امن کې پريږدو، او پر تاسو دې سلام وي او د الله رحمت او برکات.
دا ليکنه د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډيو لپاره ليکل شوې ده
استاد محمد احمد النادي - د اردن ولايت - 2014/9/7