له حديث شريف سره
ناروغي او درملنه
ګرانو اورېدونکو! په هر ځای کې تاسو ته سلامونه وایو، ستاسو د خپرونې "له حديث شريف سره" په نوې کړۍ کې، په غوره سلام پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د ابن حجر عسقلاني د فتح الباري شرح صحيح البخاري –په تصرف سره- کې راغلي دي، د هغه چا په باب کې چې له ځانه ښکته وګوري او هغه ته ونه ګوري چې له ده څخه لوړ دی:
حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ قَالَ حَدَّثَنِي مَالِكٌ عَنْ أَبِي الزِّنَادِ عَنْ الْأَعْرَجِ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ "إِذَا نَظَرَ أَحَدُكُمْ إِلَى مَنْ فُضِّلَ عَلَيْهِ فِي الْمَالِ وَالْخَلْقِ فَلْيَنْظُرْ إِلَى مَنْ هُوَ أَسْفَلَ مِنْهُ".
ګرانو اورېدونکو:
د هغه چا لپاره درملنه چې د عقل له واک څخه د نفس واک ته وتلی وي، زموږ ګران رسول صلی الله علیه وسلم یې وړاندې کوي، د انسان په طبیعت کې کتنه او پرتله کول دي، او انسان په دې فطرت سره پیدا شوی چې د نورو په شیانو مینه ولري او د هغه هیله ولري لکه مال، جاه، مقام، اولادونه او داسې نور، خو دا هیله به تر کومه حده ورسېږي؟ کېدای شي دومره زیاته شي چې په یوه ناروغۍ بدله شي چې کنټرول یې ستونزمن وي. دا درملنه د هغه لارښود څخه وه چې د لومړي ښوونکي صلی الله علیه وسلم څخه وه، هغه چې موږ ته یې د ځانګړي اسلامي شخصیت جوړولو ښوونه وکړه.
ای مسلمانانو:
کله چې دا فکر زموږ واک کې راشي، نو اړینه ده چې اورګاډی بېرته پر پټلۍ راولو، په دې ډول چې د دنیا په چارو کې هغه چا ته وګورو چې له موږ څخه ښکته دی، ځکه داسې خلک شته چې په غم، کړاو او ستړیا کې ژوند کوي، که موږ ورته وګورو نو پوهېږو چې موږ په یوه لویه نعمت کې یو، او موږ په ډېر خیر کې یو، نو په موږ کې د آرامۍ، ډاډ او رضایت احساس پیدا کېږي، ځکه داسې څوک نشته چې په بد حالت کې ژوند وکړي مګر دا چې له هغه څخه بدتر څوک وي، نو د هر هغه څه په اړه چې الله تعالی خلکو ته وېشلي دي، نفساني رضا اړینه ده. او دلته هیڅ ضرر نشته چې هغه چا ته وګورو چې زموږ څخه لوړ دي که چیرې دا مسله د آخرت په چارو پورې اړه ولري. دا متوازنه معادله له دې ناروغۍ څخه ژغورونکې ده.
ای الله! ژر تر ژره د نبوت پر طريقه راشده خلافت راوله چې د مسلمانانو منتشر شوي چارې سره راټولې کړي، له دوی څخه هغه مصیبتونه لرې کړه چې دوی په کې دي، ای الله! ځمکه د خپل کريم ذات په نور روښانه کړه. ای الله! آمین آمین.
ګرانو دوستانو، تر هغه وخته چې موږ له یو بل نبوي حديث سره یو ځای کېږو، تاسو د الله په امان کې پرېږدو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د راډیو لپاره لیکنه: ابو مریم