مع الحديث الشريف
الحياء من شعب الإيمان
ټولو قدرمنو ته په هر ځای کې سلامونه وایو، ستاسو د خپرونې "مع الحديث الشريف" په نوې کړۍ کې او په ښه سلام پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په صحيح مسلم کې راغلي دي، د امام نووي په شرح کې "په تصرف سره" د "ايمان د چارو په باب".
عبدالله بن محمد الجعفي موږ ته حديث بيان کړ، هغه وويل: ابو عامر العقدي موږ ته حديث بيان کړ، هغه وويل: سليمان بن بلال د عبدالله بن دينار څخه د ابو صالح څخه د ابو هريرة رضي الله عنه څخه د نبي صلى الله عليه وسلم څخه حديث بيان کړ چې هغه وفرمايل: "ايمان څه باندې شپیته څانګې لري او حياء د ايمان يوه څانګه ده".
ګرانو اورېدونکو:
ايمان درجې او مرتبې لري، چې ډېر خلک ورته پام نه کوي، که يو څوک لمونځ وکړي او روژه ونيسي، ګمان کوي چې د اسلام کړۍ يې بشپړې کړې، او د ايمان او الله جل جلاله د معرفت څخه لږ څه پاتې دي، او دا هغه جهالت دی چې د دې امت په زړه باندې د فکري او فقهي ضعف په موده کې راغلی دی. ښايي په دې حديث کې داسې خبرې وي چې هر مسلمان ته يې درک کول ضروري دي.
ای مسلمانانو:
هغه حياء چې په حديث کې راغلې ده، دا يوازې د دې مثال دی چې ته مومن و اوسې، دا دې ته اشاره ده چې ايمان يوازې په شهادت، لمانځه، روژې او زکات پورې نه دی محدود، بلکې په دې کې د مسلمان د خپل خالق، خپل ځان او نورو سره اړيکې ته اشاره ده، مسلمان بايد د الله جل جلاله څخه حياء وکړي، د خپل ځان څخه حياء وکړي او د نورو څخه حياء وکړي. په دې کې اخلاق لوړ او عالي وي، که د حياء خوی د خلکو ترمنځ په اړيکو کې لازمي وي، نو د نورو صفاتو په اړه څه فکر کوئ؟ بې له شکه هغه وخت ټولنه په همدې اخلاقو رنګېږي، او هغه به داسې ټولنه وي چې لوړوالی، قوت او ايمان به پکې وي. مګر دا هغه وخت څنګه ممکنه ده چې هغه څوک چې په امت کې دغه ډول اخلاق کري، غائب شي؟ دا هغه وخت څنګه ممکنه ده چې د دې امت مشران فاسد شي؟!
ای الله! موږ ته په نبوي طريقه د خلافت راشده په رارسولو کې بيړه وکړه، چې د مسلمانانو ګډوډي ختمه کړي، او له هغوی څخه هغه بلا لرې کړي چې دوی پکې دي، ای الله! ځمکه د خپل کريم ذات په نور روښانه کړه. ای الله! آمين آمين.
ګرانو دوستانو، تر هغه وخته چې موږ له تاسو سره د بل نبوي حديث سره بيا يوځای کېږو، تاسو د الله په امان کې پرېږدو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د راډیو لپاره لیکنه: ابو مریم