د حديث شريف سره
کافر هغه څوک دی چې شريعت يې کافر بولي
ګرانو اورېدونکو! تاسو ټولو ته په هر ځای کې ښه راغلاست وایو، ستاسو د خپرونې "د حدیث شريف سره" په نوې کړۍ کې، او په غوره سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هر سړی چې خپل ورور ته ووایي: ای کافره! نو هغه خبره به په دوی کې په یوه باندې راوګرځي، که چېرې داسې وي لکه څنګه چې یې هغه ویلي، او که نه نو خبره به په ده باندې راوګرځي." (متفق علیه).
ګرانو اورېدونکو
یقینا غوره خبره د الله تعالی خبره ده، او غوره لارښودنه د محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم لارښودنه ده، اما بعد:
یقینا دا حديث شريف موږ ته د يو بل سره د چلند څرنګوالي او په نورو باندې د قضاوت کولو څرنګوالي ته لارښوونه کوي. حديث داسې پيل کيږي: "که يو سړی خپل ورور ته ووايي"، په حديث کې د "ورور" يادونه د کافر څخه د استثناء لپاره ده څوک چې په ښکاره توګه کفر کوي او موږ پرې پوهيږو ... نو ځکه موږ بايد ډېر دقيق واوسو کله چې يو بل ته خطاب کوو، او په ډېر دقت سره هغه څه ته فکر وکړو چې موږ نور پرې توصيف کوو.
حديث يادونه کوي چې څوک چې بل څوک په کفر توصيف کړي که چېرې په خپل توصيف کې رښتینی وي نو هغه په حقه دی، خو که چېرې توصيف يې له واقعیت سره سمون نه خوري نو په ګناه کې لوېدلی دی، نو ځکه موږ بايد د کافر په شرعي واقعيت باندې له پوهېدو مخکې په خلکو باندې په قضاوت کولو کې بيړه ونه کړو، او هغه څوک چې د کافر توصيف پرې منطبق کيږي، او هغه صفت په هغه شخص کې تحقق مومي چې موږ پرې قضاوت کوو، نو موږ بايد خلکو ته په ښي او چپ لاس کفر ونه وايو.
موږ بايد ډېره احتياط وکړو ځکه چې کفر د زړونو عمل دی او د هغه په پېژندلو امکان نشته، نو که چېرې هغه له داسې فعل يا قول سره ونښلول شي چې شارع يې د هغه خاوند کافر بولي نو هغه کافر دی، په دې سره موږ خپل قضاوت په شرعي حکم سره برابر کړی دی، او له ګناه څخه مو ځان ساتلی دی.
الله تعالی څخه سوال کوو چې زموږ ژبې له لغزشونو څخه وساتي، او له بيړې څخه يې په قضاوت کولو کې لرې وساتي ... اللهم آمين.
ګرانو اورېدونکو، تر هغه وخته چې له تاسو سره په يوه بله نبوي حديث کې يوځای کېږو، تاسو الله ته سپارو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د راډیو لپاره یې لیکلی: ډاکټر ماهر صالح