د حدیث شریف سره
"شراب د هر شر کلۍ ده"
ګرانو اورېدونکو ته په هر ځای کې سلامونه وایو، ستاسو د خپرونې "د حدیث شریف سره" په نوې کړۍ کې، او د نیک سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د سندي په حاشیه کې راغلي دي، د ابن ماجه د سنن په شرح کې "په تصرف سره" د "شراب د هر شر کلۍ ده" په باب کې.
حَدَّثَنَا الْحُسَيْنُ بْنُ الْحَسَنِ الْمَرْوَزِيُّ حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِي عَدِيٍّ ح وَحَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ سَعِيدٍ الْجَوْهَرِيُّ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَهَّابِ جَمِيعاً عَنْ رَاشِدٍ أَبِي مُحَمَّدٍ الْحِمَّانِيِّ عَنْ شَهْرِ بْنِ حَوْشَبٍ عَنْ أُمِّ الدَّرْدَاءِ عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ قَالَ: أَوْصَانِي خَلِيلِي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "لَا تَشْرَبْ الْخَمْرَ فَإِنَّهَا مِفْتَاحُ كُلِّ شَرّ.
قوله: (فإنها مفتاح كل شرّ) فإنها تزيل العقل، فلا يبالي بشيء، فقد انفتح له باب الشر بعد أن كان مغلقا بقيد العقل.
ای قدرمنو اورېدونکو:
په دې ځای کې یادونه کېږي، چې یو کس د دریو کارونو ترمنځ انتخاب شو: یا زنا، یا د نفس قتل، یا د شرابو څښل، هغه ولیدل چې زنا له لویو ګناهونو څخه ده نو هغه ته یې زړه ښه نه کړ، او د نفس قتل تر ټولو ستر او لوی دی نو هغه یې په خپل اختیار سره ونه منلو، او د شرابو څښل یې اسانه وګڼله، او کله چې شراب په سر وګرځېدل، نو هغه محترم نفس وواژه او زنا یې وکړه، ځکه کله چې هغه خپل عقل له لاسه ورکړ، نورې ګناهونه یې هم اسانه او روا وګڼلې. نو ای مسلمانانو! د شرابو څښل له لویو کارونو څخه دی، او له کبائرو څخه دی، له دې سره سره، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت دې په شرابو وي او په خرڅوونکي یې او په څښوونکي یې، بیا هم موږ د مسلمانانو په هېوادونو کې د هغې شتون وینو، او موږ وینو هغه څوک چې هغه څښي او هغه څوک چې په هغې تجارت کوي، او داسې ښکاري لکه دا چې د مسلمانانو له هېوادونو څخه بهر کېږي، او تر دې بده او ترخه لا دا ده، چې زموږ حاکمان یې ترویج کوي، او د هغې لپاره شرابخانې پرانیزي، تر دې چې د شرابو د پلورنځایونو لیدل د مسلمانانو په هېوادونو کې یوه عادي صحنه ګرځېدلې ده. او څرنګه چې دا د دولت له منکراتو څخه ده، او څرنګه چې په مسلمانانو هېوادونو کې دولتونه د هغې په له منځه وړلو کار نه کوي، نه! بلکې دا پخپله د مسلمانانو ترمنځ د هغې په پیدا کولو کار کوي، نو د دغو دولتونو او هغه چا له منځه وړل چې په هغوی کې حکومت کوي یو شرعي واجب دی، او هغه واجب چې پرته له هغه نه ترسره کېږي هغه هم واجب دی، نو ځکه موږ تاسو ای مسلمانانو! ته بلنه ورکوو، چې د هغو خلکو سره په ګډه کار وکړئ چې په ځمکه کې د الله د حکم د بیا راګرځولو لپاره کار کوي، د اسلامي دولت (د نبوت په طريقه د دویم خلافت) له لارې چې زموږ رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغې وعده راکړې ده.
ګرانو اورېدونکو، او تر هغه وخته پورې چې موږ له تاسو سره د یو بل نبوي حدیث سره ګورو، تاسو د الله په امان سپارو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.