له حديث شريف سره
مضاربه
ټولو درنو اورېدونکو ته په هر ځای کې سلامونه وړاندې کوم، ستاسو د خپرونې "له حديث شريف سره" په نوې کړۍ کې، په ښه سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ابوداود په خپل سنن کې روایت کړی دی:
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سُلَيْمَانَ الْمِصِّيصِيُّ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الزِّبْرِقَانِ عَنْ أَبِي حَيَّانَ التَّيْمِيِّ عَنْ أَبِيهِ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَفَعَهُ قَالَ:
"إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ: أَنَا ثَالِثُ الشَّرِيكَيْنِ مَا لَمْ يَخُنْ أحدهُمَا صَاحِبَهُ فَإِذَا خَانَهُ خَرَجْتُ مِنْ بَيْنِهِمَا"
د عون المعبود صاحب ويلي دي:
(أَنَا ثَالِث الشَّرِيكَيْنِ): يعنې د دوی سره په ساتنه او برکت کې یم، د دوی مالونه ساتم او په معامله کې دوی ته رزق او خیر ورکوم
(خَرَجَتُ مِنْ بَيْنهمْ): او په ځینو نسخو کې "مِنْ بَيْنهمَا" په تثنیه سره دی او دا ښکاره ده، یعنې برکت د دوی څخه د ساتنې په ایستلو سره زائل کیږي.
او رزین زیاته کړې "وَجَاءَ الشَّيْطَان" يعنې شیطان د دوی ترمنځ راغی او د دوی دریم شو.
طيبي رحمه الله ويلي دي: شرکت د ځینو مالونه په ځینو نورو سره داسې ګډول دي چې نه سره جلا کیږي، او د الله تعالی شرکت ورسره په استعاره ده، ګواکې الله تعالی برکت، فضل او ګټه د ګډ مال په څېر وګرځوله، پس خپل ذات یې د دوی دریم وباله، او د شیطان خیانت او د برکت محوه کول یې د ګډ په څېر وګرځول او هغه یې د دوی دریم کړ، او د هغه قول خَرَجَتُ مِنْ بَيْنهمَا د استعارې ترشیح ده.
او په دې کې د شرکت استحباب دی ځکه چې برکت د الله تعالی له لوري په هغه کې نازل کیږي په خلاف د هغه صورت کې چې جدا وي، ځکه چې د شریکانو څخه هر یو د خپل ملګري په ښه والي کې هڅه کوي، او بېشکه الله تعالی د بنده په مرسته کې وي تر هغه چې بنده د خپل مسلمان ورور په مرسته کې وي.
ګرانو اورېدونکو
په دې شريف حديث کې په اسلام کې د شراکت جواز ته اشاره ده، بلکې په هغه باندې ټينګار هم شته .... ځکه چې الله تعالی خبر ورکوي چې هغه د شریکانو سره دی، د هغوی په رزق کې برکت اچوي او هغه ساتي تر هغه وخته چې دوی په خپلو معاملو کې د شرع احکامو ته پابند وي.
په اسلام کې شرکت د دوو يا زياتو کسانو ترمنځ تړون دی چې د ګټې په نيت په مالي کار کولو باندې اتفاق کوي.
د شرکت تړون د نورو تړونونو په څېر په کې ايجاب او قبول دواړه لازم دي.
ايجاب دا دی چې یو سړی بل ته ووايي زه تا په فلان شي کې شریک کړم او قبول دا دی چې بل ووايي ما قبول کړ.
او اعتبار الفاظو ته نه دی بلکې معنی ته دی، یعنې: په ایجاب او قبول کې باید داسې څه وي چې یو کس بل ته د یو شي په اړه د شرکت خطاب وکړي، که دا خطاب په خوله وي او که په لیکنه. او بل کس هغه قبول کړي.
او د تړون په صحت کې دا شرط دی چې په هغه باندې معقود تصرف د وکالت قابل وي، تر څو په دې تصرف سره چې کومه ګټه ترلاسه کیږي هغه د دواړو ترمنځ مشترکه وي. یعنې تړون باید د یوه شریک یا د دواړو په بدن باندې وي .... او دا د هغو شرکتونو د اقسامو د استقراء او تعقیب څخه اخیستل شوی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې خلکو معامله ورسره کوله او هغه صلی الله علیه وسلم هغوی په هغه باندې برقرار کړل، او د هغو شرعي احکامو د تعقیب څخه چې په هغو پورې اړه لري.
بدن په اسلام کې د شرکتونو په ټولو اقسامو کې یو اساسي عنصر دی.
که دوه کسان په تجارت کې شریک شي، مال د یوه او کار د بل وي په دې شرط چې ګټه به د دواړو ترمنځ په معینه توګه وي مثلاً نیمایي یا دریمه برخه د یوه او دوه برخې د بل ته وي یا هره هغه ټاکلې برخه چې دوی پرې اتفاق کوي، دې شراکت ته مضاربه ویل کیږي.
او مضاربه د مال ګټلو او د هغه د مالکیت لپاره د مشروع کارونو څخه ده. مضارب په دې کې د خپل شریک په مال کې په تجارت کولو کې په خپله هڅه کې شریک شوی دی - د ګټې د معینې برخې په بدل کې. نو د هغه دې کار د هغه د مال ګټلو سبب شو. او د خپل شریک د مال د ودې لپاره وسیله شوه. څومره لوړه او ښکلې معامله ده، په کوم کې چې د مال څښتنان خپل مالونه خپلو هغو وروڼو ته وړاندې کوي چې کار ته اړتیا لري او د تجربو مالک دي خو د یو تجارتي کار د چلولو لپاره لازم مال نلري، نو عامل د خپل شریک په مال مضاربه کوي او ګټه ترلاسه کوي بیا هغه دواړه د شراکت په تړون کې د اتفاق سره سم سره ویشي.
ځکه په دې طریقه د تجربې لرونکی غریب سړی له سودي بانکونو څخه د تجارتي پروژې د جوړولو لپاره له قرض اخیستلو څخه ځان ساتي، یا له کاره بې برخې نه کیني چې د خلکو څخه سوال وکړي او د هغوی له لاسونو څخه صدقې واخلي، او له هغې سره ذلت او ماتې وزغمي.
یقینا زموږ دین د لوی عالم او حکیم له خوا یو عظیم دین دی ...... هغه زموږ لپاره د هغو ستونزو د حل لارې راښودلي چې د ژوند په هره برخه کې ورسره مخ کیږو ...... خو ډیری خلک په خپل رب په کتاب او د خپل نبي په سنتو کې پټې خزانې او پټ قیمتي شیان نه پیژني ..کوم چې د هغوی ستونزې حل کوي او د هغوی عزت ساتي او د دوی له زړونو څخه حسد، کینه او بدګویي لیرې کوي او په دنیا او آخرت کې دوی خوشحاله کوي .... نو دوی د غرب قوانینو ته پناه وړي چې هلته نجات ولټوي .... او دوی نه پوهیږي چې د غرب حلونه عین هلاکت دی.
ای الله د محمد صلی الله علیه وسلم د امت بصیرت روښانه کړه او د دوی زړونه پرانیزه ترڅو وویني او پوه شي چې د دوی حقیقي ګټې چیرته دي ترڅو توبه ګار او بېرته راګرځیدونکي تا ته راشي ... نو ستا حکم او د خپل نبي دولت بیرته راولي ..... ترڅو ته له دوی څخه راضي شې او په دنیا او آخرت کې هغوی ته توفیق ورکړې.
ای الله آمین
ګرانو اورېدونکو، تر هغه وخته چې له یو بل نبوي حديث سره یوځای کیږو، تاسو د الله په امان سپارم، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.