مع الحديث الشريف
په خرڅلاو او وضاحت کې د رښتینولۍ باب
موږ ټولو ته سلامونه وايو ګرانو اوريدونکو په هر ځاي کې، ستاسو د پروګرام "مع الحديث الشريف" په يوه نوې کړۍ کې او د ښه سلام سره پيل کوو، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
مونږ ته محمد بن المثنی حديث بيان کړ، مونږ ته يحيی بن سعيد د شعبة څخه حديث بيان کړ او مونږ ته عمرو بن علی حديث بيان کړ، مونږ ته يحيی بن سعيد او عبدالرحمن بن مهدی وويل مونږ ته شعبة د قتادة څخه د ابی الخليل څخه د عبدالله بن الحارث څخه د حکيم بن حزام څخه بيان کړی دی چې هغه د نبی صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وويل: "خرڅونکي تر هغه وخته پورې خپل اختيار لري تر څو چې له يو بل څخه جدا نشي، که رښتيا ووايي او بيان وکړي نو په خرڅلاو کې به يې برکت واچول شي او که دروغ ووايي او پټ يې کړي نو د خرڅلاو برکت به يې ختم شي" مونږ ته عمرو بن علی حديث بيان کړ، مونږ ته عبدالرحمن بن مهدی حديث بيان کړ، مونږ ته همام د ابی التياح څخه حديث بيان کړ هغه وويل: ما د عبدالله بن الحارث څخه واوريد چې د حکيم بن حزام څخه حديث بيانوی د نبی صلی الله علیه وسلم څخه د همدې په مثل، مسلم بن الحجاج وويل حکيم بن حزام د کعبې په منځ کې وزيږيد او سل او شل کاله يې ژوند وکړ
د هغه صلی الله علیه وسلم قول: "خرڅونکي تر هغه وخته پورې خپل اختيار لري تر څو چې له يو بل څخه جدا نشي، که رښتيا ووايي او بيان وکړي نو په خرڅلاو کې به يې برکت واچول شي"، يعنې هر يو خپل ملګري ته هغه څه بيان کړي چې د بيانولو ته اړتيا لري لکه عيب او داسې نور په مال او قيمت کې او په دې کې رښتيا ووايي او په قيمت او هغه څه کې چې په دواړو عوضونو پورې اړه لري خبر ورکړي، او د (د خرڅلاو برکت يې ختم شي) معنا دا ده چې د هغه برکت ختم شي چې هغه زياتوالی او وده ده.
ګرانو اوريدونکو
اسلامي شريعت د ملکيت وده په داسې حدودو کې مقيده کړې ده چې له هغې څخه تجاوز جائز نه دی، نو شريعت له حرامې لارې څخه خبرداری ورکړی دی او دا چې د انسان خوراک حرام وي او څښاک يې حرام وي، نو ځکه په هغه چا چې تجارت کوي هغه دې د خپل ځان په هکله له الله څخه ووېرېږي او خپل مال دې په حرام نه ګډوي لکه دا چې تاجر په پيرودونکي باندې دروغ ووايي او يا داسې مال خرڅ کړي چې عيب ولري او پيرودونکي ته خبر ورنکړي.
الله تعالی فرمايي {وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ} او د الله څخه وېرېدل ګرانو اوريدونکو د هغه په امرونو باندې عمل کول او د هغه له منع شويو کارونو څخه ځان ساتل دي، نو د ملکيت د ودې مينه دې مونږ د خپلو خواهشاتو پيروي کولو او د الله د حرام شويو کارونو هيرولو ته ونه رسوي.
او ووېرېږئ له دې چې الله تاسو په خپلو دغو مالونو سره ورو ورو هلاکت ته ورسوي .. نو شريعت مونږ ته ښيي چې څنګه يو څوک نرم خویه وي کله چې خرڅوي نرم خویه وي کله چې اخلي او دا چې ګټې هغه څه نه وي چې مونږ يې په لټه کې يو ولو که د الله د شريعت د مخالفت په حساب هم وي.
نو له هغه منع شويو کارونو څخه چې مسلمان پکې واقع کيدلی شي دا دي چې تجارت ته ورودانګي په داسې حال کې چې د الله حلال او حرام په داسې معاملو کې نه پوهيږي. او د يو داسې خارجي مانع په نه شتون کې چې ګناهګار ته سزا ورکړي او له قانون څخه سرغړونکی ته جزا ورکړي بايد چې مانع او رادع داخلي وي.
بېشکه اسلام په معاملو کې لکه خرڅلاو او پيرودنه او اجاره او تړونونه او له دې پرته نورو معاملو کې ښکاري، نو ای د تجارانو ډلې د اسلام لپاره د خير مخ اوسئ.
ګرانو اوريدونکو، او تر هغه وخته پورې چې د بل نبوي حديث سره ستاسو په خدمت کې حاضريږو، تاسو د الله په امان ساتو، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د راډيو لپاره ليکنه: حفيدة عائشة