د حديث شريف سره
د الله په لار کې د رباط فضيلت
ګرانو اورېدونکو په هرځای کې، د خپلې خپرونې "د حديث شريف سره" په نوې کړۍ کې تاسو ته ښه راغلاست وايو، او په غوره سلام سره پيل کوو، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُنْكَدِرِ قَالَ: مَرَّ سَلْمَانُ الْفَارِسِيُّ بِشُرَحْبِيلَ بْنِ السِّمْطِ وَهُوَ فِي مُرَابَطٍ لَهُ وَقَدْ شَقَّ عَلَيْهِ وَعَلَى أَصْحَابِهِ، قَالَ: أَلَا أُحَدِّثُكَ يَا ابْنَ السِّمْطِ بِحَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قَالَ: بَلَى، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: "رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَفْضَلُ (وَرُبَّمَا قَالَ) خَيْرٌ مِنْ صِيَامِ شَهْرٍ وَقِيَامِهِ وَمَنْ مَاتَ فِيهِ وُقِيَ فِتْنَةَ الْقَبْرِ وَنُمِّيَ لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ"
د ترمذي جامع په شرح کې د تحفة الأحوذي کې راغلي دي
قَوْلُهُ: (وَهُوَ فِي مَرَابِطَ لَهُ) اِسْمُ ظَرْفٍ مِنْ الرِّبَاطِ
قَوْلُهُ: (وَقَدْ شَقَّ) أَيْ صَعُبَ الْقِيَامُ فِيهِ
قَوْلُهُ: (رِبَاطُ يَوْمٍ) وَفِي رِوَايَةِ مُسْلِمٍ: يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ
(وَرُبَّمَا قَالَ خَيْرٌ) أَيْ مَكَانَ أَفْضَل
(وُقِيَ فِتْنَةَ الْقَبْرِ) أَيْ مِمَّا يُفْتَنُ الْمَقْبُورُ بِهِ مِنْ ضَغْطَةِ الْقَبْرِ وَالسُّؤَالِ وَالتَّعْذِيبِ
(وَنُمِّيَ) قَالَ فِي الْقَامُوسِ: نَمَا يَنْمُو نُمُوّاً زَادَ، كَنَمَا يَنْمِي وَنُمِيّاً وَنَمَاءً. اِنْتَهَى
(لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) يَعْنِي أَنَّ ثَوَابَهُ يَجْرِي لَهُ دَائِماً وَلَا يَنْقَطِعُ بِمَوْتِهِ، وَفِي رِوَايَةِ مُسْلِمٍ: "جَرَى عَلَيْهِ عَمَلُهُ الَّذِي كَانَ يَعْمَلُهُ وَأَجْرَى عَلَيْهِ رِزْقَهُ وَأُمِّنَ مِنْ الْفَتَّانِ" قَالَ النَّوَوِيُّ: هَذِهِ فَصِيلَةٌ ظَاهِرَةٌ لِلْمُرَابِطِ: وَجَرَيَانُ عَمَلِهِ عَلَيْهِ بَعْدَ مَوْتِهِ فَضِيلَةٌ مُخْتَصَّةٌ بِهِ لَا يُشَارِكُهُ فِيهَا أَحَدٌ، وَقَدْ جَاءَ صَرِيحاً فِي غَيْرِ مُسْلِمٍ: "كُلُّ مَيِّتٍ يُخْتَمُ عَلَيْهِ عَمَلُهُ إِلَّا الْمُرَابِطَ فَإِنَّهُ يُنَمَّى لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ اِنْتَهَى".
ګرانو اورېدونکو:
د جهاد له توابعو څخه رباط دی، او هغه په سرحد کې د مسلمانانو لپاره د ځواک په توګه اوسېدل دي. او سرحد هر هغه ځای دی چې د دښمن په سرحد کې وي، چې خلک يې د دښمن څخه وېرېږي او دښمن له دوی څخه وېرېږي، او په بله ژبه هغه ځای دی چې تر شا يې اسلام نه وي، او د رباط څخه مراد په سرحدونو کې د دين د عزت لپاره اوسېدل دي او له مسلمانانو څخه د کفارو د شر دفع کول دي، او په هر هغه ځای کې اوسېدل چې د دښمن د بريد تمه پکې کېږي د هغه د دفع کولو په نيت سره رباط ګڼل کېږي، ځکه چې د رباط اصل د اسونو د تړلو څخه دی چې په دې قول کې راغلی: (وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ) او رباط کم او زيات کېږي، نو هره موده چې د رباط په نيت تېروي هغه رباط دی که لږ وي او که ډېر، د همدې لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: "د يوې ورځې رباط" او په يو روايت کې "يوه ورځ او شپه"
او په پای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: "د الله په لار کې د یوې شپې ساتنه د زرو شپو څخه غوره ده، د شپې قیام او د ورځې روژه."
ګرانو اورېدونکو، تر هغه وخته چې د بل نبوي حديث سره تاسو سره يوځای کېږو، تاسو د الله په امان ساتو، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته