د حديث شريف سره
بندیان خلاص کړئ
ګرانو اورېدونکو ته په هر ځای کې د خپلې خپرونې (د حدیث شريف سره) په نوې کړۍ کې ښه راغلاست وايو او د ښې سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبركاته.
عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "فُكُّوا الْعَانِيَ يَعْنِي الْأَسِيرَ وَأَطْعِمُوا الْجَائِعَ وَعُودُوا الْمَرِيضَ"
فتح الباري بشرح صحيح البخاري
"فَكُّوا الْعَانِي" أَيْ الْأَسِير.
قَالَ اِبْن بَطَّال: فِكَاك الْأَسِير وَاجِب عَلَى الْكِفَايَة, وَبِهِ قَالَ الْجُمْهُور. وَقَالَ إِسْحَاق بْن رَاهْوَيْهِ: مِنْ بَيْت الْمَال. وَرُوِيَ عَنْ مَالِك أَيْضاً وَقَالَ أَحْمَد يُفَادَى بِالرُّءُوسِ, وَأَمَّا بِالْمَالِ فَلَا أَعْرِفهُ. وَلَوْ كَانَ عِنْد الْمُسْلِمِينَ أَسَارَى وَعِنْد الْمُشْرِكِينَ أَسَارَى وَاتَّفَقُوا عَلَى الْمُفَادَاة تَعَيَّنَتْ, وَلَمْ تَجُزْ مُفَادَاة أَسَارَى الْمُشْرِكِينَ بِالْمَالِ
قدرمنو اورېدونکو:
ټول پوهېږو د دې حدیث فقهه چې زمونږ ګران رسول صلی الله علیه وسلم مونږ هڅوي په دې چې بندي ازاد کړئ او وږي ته خواړه ورکړئ او د ناروغ پوښتنه وکړئ. خو، زما په ذهن کې یو فکر راغی چې د اسلامي امت له واقعیت څخه پیدا شوی دی، هغه دا چې نن ورځ اسلامي امت اسیر دی او وږی دی او ناروغ دی. اسیر دی ځکه چې د کفر نظامونه په هغه باندې په نظامي، سیاسي، اقتصادي، فکري او رسنیز ډول ټینګ شوي دي. او وږی دی ځکه چې هغه خیراتونه چې الله تعالی ورته ورکړي دي، له هغه څخه غلا شوي دي او دا خیراتونه د کافرانو لپاره مالونه ګرځېدلي دي چې په هغې سره خوند اخلي. او ناروغ دی ځکه چې په بدن کې یې د سرمایه دارۍ ناروغي زیاته شوې ده. ایا مونږ به د اسلامي امت د خلاصون لپاره کار وکړو له هغه څه څخه چې هغه په اسارت، لوږه او ناروغۍ کې دی؟! او دلته به ودریږو نه، بلکې د ځانونو له خلاصون وروسته د نړۍ د خلاصون لپاره به هم کار کوو؟!
ګرانو اورېدونکو او تر هغه وخته چې له یو بل نبوي حدیث سره تاسو سره وینو، تاسو د الله په امان پریږدو او السلام علیکم ورحمة الله وبركاته.