د حدیث شریف سره
د بندګانو په حق کې د الله حق
ګرانو اورېدونکو په هر ځای کې، د خپل پروګرام "د حدیث شریف سره" په نوې کړۍ کې تاسو ته ښه راغلاست وایو، او په ښه سلام پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلَانَ قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ قَالَ: حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، عَنْ عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ، عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "أَتَدْرِي مَا حَقُّ اللَّهِ عَلَى العِبَادِ"؟ قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: "فَإِنَّ حَقَّهُ عَلَيْهِمْ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً"، قَالَ: أَتَدْرِي مَا حَقُّهُمْ عَلَيْهِ إِذَا فَعَلَوْا ذَلِكَ قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: "أَنْ لَا يُعَذِّبَهُمْ". جامع الترمذي 2690
دا شریف حدیث موږ ته دوه لوی حقونه راښيي، لومړی د الله حق په بندګانو او دوهم د بندګانو حق په الله. په دې حدیث کې په ډېر دقت سره د حقونو بشپړ تفصیل بیان شوی، لومړی حق د ټولو لپاره ښکاره او واضح دی، او الله تعالی موږ ته د خپل پیغمبر په ژبه خبر راکړی دی، او موږ ته یې ویلي چې الله دواړه حقونه سره تړلي دي، لومړی دا چې موږ د الله عبادت وکړو او د ایمان او عبادت سره بل هیڅوک د الله سره په دې حق کې شریک نه کړو، او دا کار په شرعي احکامو په عملي توګه پلي کولو سره کیږي لکه څنګه چې هغه موږ ته امر کړی او فرض کړی دی، او په دې کلکه عقیده لرل چې الله تعالی خالق دی او بې له هغه بل هیڅ معبود نشته، او دا د هغه شرط یا تړون لومړۍ برخه ده چې الله تعالی زموږ او د هغه ترمنځ ایښی دی.
او د شرط بله برخه دا ده چې الله تعالی وعده کړې ده چې موږ به عذاب نه کړي او نه به موږ دوزخ ته ننوځي، او دا هغه حق دی چې الله تعالی په ځان باندې ایښی دی، نو په دې کې پام دا دی چې دا دواړه شرطونه لازم او ملزوم دي او له یو بل څخه نه جلا کیږي، او دا د الله تعالی له لورې په خپلو بندګانو باندې رحمت دی، نو موږ باید دا دواړه شرطونه تل په یاد ولرو، لومړی دا چې د الله تعالی په خوښه سره هغه څه وکړو چې هغه یې خوښوي، او هغه پایله چې په هغې کې هیڅ شک نشته هغه جنت ته ننوتل او له عذاب څخه لیرې کیدل دي.
نو موږ له الله څخه غواړو چې موږ د هغو خلکو څخه وګرځوي چې د الله تعالی په حکم عمل کوي او له هغه سره هیڅوک شریک نه کوي، او دا چې موږ د هغو کسانو څخه واوسو چې د عذاب څخه لیرې کیدو مستحق دي، نو ای الله آمین.
ای الله، موږ ته ژر د نبوت په طريقه یو عادلانه خلافت راولېږه، چې په هغې کې د مسلمانانو خوار حالت ښه شي، له دوی څخه هغه مصیبتونه لرې کړي چې دوی په کې دي، ای الله، ځمکه د خپل مخ په رڼا روښانه کړه. ای الله آمین آمین.
ګرانو اورېدونکو، او تر هغه وخته پورې چې موږ له تاسو سره په بل نبوي حدیث کې وینو، موږ تاسو د الله په امان ساتو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د راډیو لپاره لیکنه: ډاکټر ماهر صالح