د حديث شريف سره
د مړي اورېدل او ملامتول
مونږ تاسو ټولو ته په هر ځای کې ښه راغلاست وایو، ستاسو د خپرونې "د حديث شريف سره" په نوې حلقه کې او د ښې سلام سره پیل کوو، نو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د ابن حجر عسقلاني د فتح الباري شرح صحيح البخاري کې راغلي دي - په تصرف سره - د مړي په اړه د خلکو د ثنا په باب کې:
مونږ ته عبد الله بن محمد حديث بيان کړ، هغه ته سفيان، هغه ته هشام بن عروة، هغه ته خپل پلار، هغه ته عائشه رضي الله عنها وويل: نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: "دوی اوس پوهېږي چې ما دوی ته څه ویل هغه حق وو، او الله تعالی فرمایلي دي: (بېشکه ته مړو ته نه اورولی شې)".
ای قدرمنو اورېدونکو:
دا خبره د هغو وژل شویو په حق کې وه چې د بدر په څاه کې اچول شوي وو، چیرته چې زموږ ګران رسول صلی الله علیه وسلم له دریو ورځو وروسته په دوی باندې ودرېد او دوی ته یې ملامتیا او توبیخ کاوه، تر دې چې عمر رضی الله عنه ورته وویل: تاسو د داسې قوم سره خبرې کوئ چې مړه شوي دي، هغه علیه السلام وفرمایل: زما په هغه ذات قسم چې زما ځان د هغه په لاس کې دی، تاسو زما خبرې تر دوی ډېرې نه اورئ، مګر دوی ځواب نه راکوي، او عائشې رضي الله عنها دا خبره تاویل کړې ده چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "دوی اوس پوهېږي چې ما دوی ته څه ویل هغه حق وو".
ای مسلمانانو:
د منظرې د سختوالي او د دې ورځې په اوږدو کې امت له کړاوونو سره سره، خو موږ به ان شاء الله د هر هغه چا په مردارۍ باندې ودریږو چې د دې امت په حق کې یې جرم کړی وي، او موږ به دوی ته په هغه څه خطاب وکړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو کفارو ته خطاب کړی و، او موږ به دوی ته ووایو: یقینا موږ هغه څه موندلي دي چې الله تعالی له موږ سره وعده کړې وه، ایا تاسو هغه څه موندلي دي چې الله تعالی له تاسو سره وعده کړې وه؟ او موږ به دوی ته توبیخ کوو. مګر دا به د ضرار له دولتونو او د غلامانو بتانو واکمنانو له لارې نه وي چې زموږ په اسلامي نړۍ واکمن دي، دا به یوازې د رسول صلی الله علیه وسلم په څیر د یو مشر له لارې وي چې د دې امت په استازیتوب خبرې کوي، او د یو داسې دولت له لارې چې د امت په نوم جګړه کوي، او د یو داسې امت له لارې چې له دې مشر سره بیعت کوي، د هغه په واسطه ځان ساتي او د هغه تر شا جګړه کوي.
اللهمَّ د نبوت په طريقه باندې ژر تر ژره راشده خلافت راوله چې د مسلمانانو شمله په کې سره یوځای شي، له دوی څخه هغه بلا چې دوی په کې دي لرې کړي، اللهمَّ ځمکه د خپل کريم مخ په نور سره روښانه کړه. اللهمَّ آمين آمين.
ګرانو دوستانو، او تر هغه وخته چې موږ له تاسو سره د بل نبوي حديث سره یوځای کیږو، موږ تاسو د الله په امان کې پریږدو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د راډیو لپاره لیکل شوی: ابو مریم