له حديث شريف سره
د علم پرته په الله باندې د خبرو ګناه
الزُّهْرِيِّ عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ قَالَ: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَوْماً يَتَدَارَءُونَ فَقَالَ: "په تحقيق سره هلاک شول هغه کسان چې له تاسو نه مخکې وو، په دې سره چې د الله کتاب يې په يو بل سره وواهه، او په تحقيق سره نازل شوى دى د الله کتاب د يو بل تصديق کوي نو تاسو د يو بل تکذيب مه کوئ، نو څومره چې تاسو ته معلوم وي له هغه نه نو هغه ووايئ او څومره چې تاسو نه وي معلوم نو هغه پرېږدئ عالِم ته" رواه أحمد في مسنده
او روايت کوي ايوب له ابن بليکة نه چې وويل: پوښتنه وشوه له ابوبکر صديق رضي الله عنه نه د يوې آيت په باره کې، نو هغه وويل: کومه ځمکه ما پورته کوي او کوم اسمان ما ته سيوري کوي؟ او چېرته لاړ شم؟ او څنګه وکړم که چېرې ما د الله په کتاب کې د هغه څه پرته وويل کوم چې د الله اراده وه.
او صحيح ده له ابن مسعود او ابن عباس نه: څوک چې فتوا ورکوي خلکو ته په هر هغه څه کې چې پوښتنه کوي له هغه نه نو هغه لېونى دى.
او وويل شافعي رحمه الله: ما واورېدل له مالک نه چې هغه ويل: ما واورېدل له ابن عجلان نه چې هغه ويل: کله چې عالم په دې خبره کې غافل شي چې نه پوهېږم نو په تحقيق سره په مقاتلو کې به يې تکليف ورسيږي، او ذکر يې وکړ ابن عجلان له ابن عباس نه.
او وويل أبو حُصين الأسدي: بېشکه يو له دوى نه فتوا ورکوي په مسأله کې او که چېرې دا مسأله په عمر باندې وارده شوې وى نو خامخا به يې د بدر اهل ورته جمع کړي وو.
او له ابن مسعود نه: څوک چې علم لري نو هغه دې ووايي هغه، او چا سره چې علم نه وي نو هغه دې ووايي: "الله ښه پوهېږي" ځکه چې الله خپل نبي ته وويل: {ووايه زه له تاسو نه په دې باندې هيڅ اجر نه غواړم او نه زه له تکلف کوونکو څخه يم}
نو کله چې دا قول د امت د نيکانو سلفو وو له صحابه کرامو او تابعينو څخه او دوى په ټولو قرنونو کې غوره وو په علم او عمل او پرهېزګارۍ سره، نو څه وايي د دې زمانې علماء له هغو کسانو څخه کوم چې د الله په دين باندې جرأت کوي او خلکو ته د هغه څه پرته فتوا ورکوي کوم چې د الله اراده ده، څه حال دى د هغوى چې اور ته ځان اچوي او د دنيا سامان غواړي، خپل حاکمان خوشحالوي او خپل رب غصه کوي، خلک له علم څخه ګمراه کوي هغه د بادشاهانو علماء دي په هغوى کې زمونږ رسول کريم عليه السلام ويلي دي:" کله چې تاسو علماء د بادشاهانو په دروازو کې ووينئ نو تاسو په خپل دين باندې له هغوى نه وېرېږئ".