د حديث شريف سره
له قسامت څخه ځان وساتئ
ګرانو اورېدونکو ته په هرځای کې د خپلې خپرونې "د حديث شريف سره" په نوې کړۍ کې ښه راغلاست وايو، او د ښې سلام په ورکولو سره پيل کوو: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حَدَّثَنَا جَعْفَرُ بْنُ مُسَافِرٍ التِّنِّيسِيُّ حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِي فُدَيْكٍ حَدَّثَنَا الزَّمْعِيُّ عَنْ الزُّبَيْرِ بْنِ عُثْمَانَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ سُرَاقَةَ أَنَّ مُحَمَّدَ بْنَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ ثَوْبَانَ أَخْبَرَهُ أَنَّ أَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "إِيَّاكُمْ وَالْقُسَامَةَ، قَالَ: فَقُلْنَا: وَمَا الْقُسَامَةُ؟ قَالَ: الشَّيْءُ يَكُونُ بَيْنَ النَّاسِ فَيَجِيءُ فَيَنْتَقِصُ مِنْهُ"
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ الْقَعْنَبِيُّ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ: يَعْنِي ابْنَ مُحَمَّدٍ عَنْ شَرِيكٍ يَعْنِي: ابْنَ أَبِي نَمِرٍ عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَحْوَهُ قَالَ: "الرَّجُلُ يَكُونُ عَلَى الْفِئَامِ مِنْ النَّاسِ فَيَأْخُذُ مِنْ حَظِّ هَذَا وَحَظِّ هَذَا"
قَالَ صَاحِبُ عَوْنِ الْمَعْبُودِ:
(إِيَّاكُمْ وَالْقُسَامَة): قَالَ الْخَطَّابِيُّ: الْقُسَامَة مَضْمُومَة الْقَاف اِسْم لِمَا يَأْخُذهُ الْقَسَّام لِنَفْسِهِ فِي الْقِسْمَة كَالْفُضَالةِ لِمَا يَفْضُل، وَالْعُجَالَة لِمَا يُعَجَّل لِلضَّيْفِ مِنْ الطَّعَام، وَلَيْسَ فِي هَذَا تَحْرِيم لِأجرة الْقَسَّام إذا أَخَذَهَا بِإِذْنِ الْمَقْسُوم لَهُمْ، وَإِنَّمَا جَاءَ هَذَا فِيمَنْ وَلِيَ أَمْر قَوْم وَكَانَ عَرِيفاً أَوْ نَقِيباً، فَإِذَا قَسَمَ بَيْنهمْ سِهَامهمْ أَمْسَكَ مِنْهَا شَيْئاً لِنَفْسِهِ يَسْتَأْثِر بِهِ عَلَيْهِمْ. وَقَدْ جَاءَ بَيَان ذَلِكَ فِي الْحَدِيث الْآخر أَيْ الَّذِي يَأْتِي بَعْد هَذَا. وَقَالَ فِي النِّهَايَة: هِيَ بِالضَّمِّ مَا يَأْخُذهُ الْقَسَّام مِنْ رَأْس الْمَال مِنْ أجرته لِنَفْسِهِ كَمَا يَأْخُذهُ السَّمَاسِرَة رَسْماً مَرْسُوماً لَا أجراً مَعْلُوماً، كَتَوَاضُعِهِمْ أَنْ يَأْخُذُوا مِنْ كُلّ أَلْف شَيْئاً مُعَيَّناً وَذَلِكَ حَرَام. اِنْتَهَى
(يَكُون بَيْن النَّاس): لِلْقِسْمَةِ. (فَيَنْتَقِص): الْقَسَّام (مِنْهُ): أَيْ مِنْ ذَلِكَ الشَّيْء فَيَأْخُذ مِنْ حَظّ هَذَا وَحَظّ هَذَا لِنَفْسِهِ.
قَالَ الْمُنْذِرِيُّ: فِي إِسْنَاده مُوسَى بْن يَعْقُوب الزَّمْعِيّ وَفِيهِ مَقَال.
(نَحْوه): أَيْ نَحْو الْحَدِيث السَّابِق
(الرَّجُل يَكُون عَلَى الْفِئَام): قَالَ الْخَطَّابِيُّ: الْفِئَام الْجَمَاعَات. قَالَ الْفَرَزْدَق: فِئَام يَنْهَضُونَ إلى فِئَام.
قَالَ الْمُنْذِرِيُّ: هَذَا مُرْسَل.
ګرانو اورېدونکو:
اجارې خپل شرعي احکام لري چې د اختلافاتو مخه نيسي او حقوق ساتي.
او د اجارې له هغو احکامو څخه چې په حديث شريف کې راغلي د اجير د اجرې وېشل حرام دي، او دا هغه احکام دي چې د کار خاوندان بايد پرې پوه شي.
که يو څوک د کار له خاوند سره په يوه کار باندې په ټاکلي اجرت باندې اتفاق وکړي، بيا هغه کس هغه کار بل چاته په لږ اجرت ورکړي، او باقي ګټه واخلي، نو دا جايز ده، په دې شرط چې د هغوی ترمنځ اتفاق په ذمه کې په موصوف کار باندې وي نه په شخص باندې.
د مثال په توګه خياط له يو کس سره د هغه د جامې په ګنډلو باندې په ټاکلي اجرت اتفاق وکړي. بيا هغه خياط هغه کار بل خياط ته په لږ اجرت ورکړي او باقي ګټه واخلي.
او که يو څوک د کار له خاوند سره اتفاق وکړي چې هغه ته به کارګران د ټاکلي کار لپاره راولي او خپل اجرت به له کار خاوند څخه اخلي، نو دا جايز ده څه مشکل نشته، دا د وکالت په باب کې ده چې هغه باندې اجرت مستحق دی.
همدارنګه که يو قراردادي د کار له خاوند سره اتفاق وکړي چې هغه ته به کارګران د پیسو په بدل کې راولي پرته له دې چې د يو کارګر اجرت وټاکي، نو قراردادي کارګرانو ته له خپل قرارداد څخه لږ اجرت ورکړي او باقي پيسې له ځان سره وساتي نو دا جايز ده، ځکه چې هغه د دوی له اجرت څخه څه نه دي کم کړي ځکه چې د کار له خاوند سره يې د کارګرانو په ټاکلي اجرت باندې اتفاق نه وو کړی، بلکې هغه د کارګر د اجرت ټاکلو صلاحيت درلود.
خو که هغه د کار له خاوند سره د يو شمېر کارګرانو په راوستلو باندې اتفاق وکړي، او د هر کارګر لپاره ټاکلی اجرت وټاکي بيا قراردادي کارګرانو ته له هغه اجرت څخه لږ اجرت ورکړي چې د کار له خاوند سره يې اتفاق کړی وو ترڅو د کارګرانو ټاکلې پيسې له ځان سره وساتي نو دا جايز نه ده. او دا له دې حديث څخه معلومېږي ځکه چې هغه د کارګرانو په اجورو کې برخه اخستې ده ځکه چې د هر يو اجرت يې کم کړی دی او هغه يې د ځان لپاره اخستی دی ....او دا حرام ده لکه څنګه چې حديث پرې دلالت کوي.
او بله بېلګه: د کار خاوند يو کس د خپلو کارګرانو لپاره څارونکی وټاکي او د هغه اجرت د کارګرانو له اجورو څخه اخستل کېږي، يعنې د هر کارګر له اجرت څخه يوه برخه کموي او څارونکي ته يې ورکوي د هغوی په څارنه په بدل کې نو دا د حديث په نص سره حرام ده.
د اسلام احکامو چې د خلکو د ژوند بېلابېلې برخې يې رانغاړلي، د افرادو حقوق يې ساتلي دي، او شقاق او اختلافات يې له منځه وړي دي، او انسان ته يې هوساینه او خوشحالي تضمين کړې ده.
ترڅو به موږ د وضعي نظامونو له ستړيوونکي او ظالمانه احکامو څخه کړېږو ..او د الله د احکامو په معطل پاتې کېدو باندې چوپه خوله کېږو، نه د ژوند ته په راګرځولو باندې کار کوو او نه خلافت بېرته راګرځوو چې هغه به د تطبيق په ځای کې کېږدي؟
ګرانو اورېدونکو، او تر هغه وخته پورې چې موږ له تاسو سره د يو بل نبوي حديث سره يوځای شو، تاسو د الله په امان کې پرېږدو، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.