د حديث شريف سره
د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته
ګرانو اورېدونکو ته په هرځای کې د خپلې خپرونې "د حديث شريف سره" په نوې کړۍ کې ښه راغلاست وايو او په ښه سلام سره يې پيل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
امام ابن ماجه په خپل سنن کې راوړي دي:
د ابی سعید الخدري څخه روایت دی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم علقمه بن مجزز په یو لښکر باندې امیر کړ او زه هم په هغې کې وم، کله چې د خپلې غزې سر ته ورسېد او یا په لاره کې و، نو د لښکر یوې ډلې اجازه وغوښته، هغه هم ورته اجازه ورکړه او عبدالله بن حذافه بن قیس السهمي یې په هغوی باندې امیر کړ، زه هم په هغو کسانو کې وم چې د هغه سره په غزا کې مل وم، کله چې په لاره کې وو، نو خلکو اور بل کړ چې ګرم شي او یا په هغه باندې څه جوړ کړي، عبدالله وویل او په هغه کې ټوکې وې: ایا زما اطاعت او خبره منل په تاسو باندې نشته؟ هغوی وویل: هو، هغه وویل: نو زه تاسو ته په هیڅ شي باندې امر نه کوم مګر هغه به کوئ؟ هغوی وویل: هو. هغه وویل: نو زه تاسو باندې قسم درکوم چې په دې اور کې به ځانونه غورځوئ، نو خلک ولاړ شول او مخنیوی یې کاوه، کله چې هغه فکر وکړ چې هغوی به ځانونه غورځوي، نو ویې ویل: ځانونه وساتئ زه یوازې ټوکه کولم، کله چې موږ ورسېدو نو هغوی دا خبره نبي صلی الله علیه وسلم ته یاده کړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "که چیرې هغوی تاسو ته د الله د نافرمانۍ حکم وکړي نو اطاعت یې مه کوئ".
ګرانو اورېدونکو، دا پېښه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث تصدیق کوي: "د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته". موږ په دې ورځو کې څومره دې حدیث ته اړتیا لرو؟ موږ نن ورځ خپل ځانونو باندې د دې په عملي کولو څومره اړ یو وروسته له دې چې د مخلوقاتو حال او اول یې حکمرانان ښکاره شول؟ نو د مسلمانانو په حق کې د هیڅ حاکم اطاعت نشته، او د هیڅ عالم اطاعت نشته تر څو چې د هغه خبرې د الله له امرونو او منع سره مخالفې وي. او اطاعت د هغه چا لپاره دی چې خبرې یې د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو سره سمون خوري که څه هم یو حبشي غلام وي.
ګرانو اورېدونکو: او تر هغه وخته پورې چې له تاسو سره د نبوي حدیث سره مخامخ کېږو، تاسو د خدای په امان ساتو او السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.