مع الحديث الشريف
مَا أَكَلَ أَحَدٌ طعاما قط.....
ټولو قدرمنو اورېدونکو ته په هرځای کې سلامونه وایو، ستاسو د پروګرام "مع الحديث الشريف" په نوې کړۍ کې او د ښې سلام سره پیل کوو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
بخاري په خپل صحیح کې روایت کړی دی:
"حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُوسَى أَخْبَرَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ عَنْ ثَوْرٍ عَنْ خَالِدِ بْنِ مَعْدَانَ عَنْ الْمِقْدَامِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ
عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَاماً قَطُّ خَيْراً مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ وَإِنَّ نَبِيَّ اللَّهِ دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ".
د ابن حجر په فتح الباري کې ددې حدیث په شرحه کې راغلي دي:
قَوْلُهُ: (مَا أَكَلَ أَحَدٌ)
زَادَ الْإِسْمَاعِيلِيُّ "مِنْ بَنِي آدَمَ".
قَوْله: (طَعَامًا قَطُّ خَيْراً مِنْ أَنْ يَأْكُل مِنْ عَمَلِ يَده)
فِي رِوَايَة الْإِسْمَاعِيلِيّ "خَيْرٌ" بِالرَّفْعِ وَهُوَ جَائِزٌ، وَفِي رِوَايَةٍ لَهُ مِنْ "كَدِّ يَدَيْهِ" وَالْمُرَاد بِالْخَيْرِيَّةِ مَا يَسْتَلْزِمُ الْعَمَلَ بِالْيَدِ مِنْ الْغِنَى عَنْ النَّاس. وَلِابْنِ مَاجَهْ مِنْ طَرِيق عُمَر بْن سَعْد عَنْ خَالِد بْن مَعْدَان عَنْهُ "مَا كَسَبَ الرَّجُلُ أَطْيَبَ مِنْ عَمَل يَدَيْهِ" وَلِابْنِ الْمُنْذِر مِنْ هَذَا الْوَجْه "مَا أَكَلَ رَجُلٌ طَعَاماً قَطُّ أَحَلَّ مِنْ عَمَلِ يَدَيْهِ" وَفِي فَوَائِد هِشَام بْن عَمَّار عَنْ بَقِيَّة، حَدَّثَنِي عُمَر بْن سَعْد بِهَذَا الْإِسْنَاد مِثْل حَدِيث الْبَاب وَزَادَ "مَنْ بَاتَ كَالّاً مِنْ عَمَلِهِ بَاتَ مَغْفُوراً لَهُ" انتهى
ګرانو اورېدونکو
په دې کې شک نشته چې د پیسو ګټل د هر انسان اندېښنه ده، پرته له پیسو څخه انسان نشي کولی چې د ژوند لپاره خپلې اساسي او یا هم اضافي اړتیاوې پوره کړي... او اسلام د ګټلو او یا مالک کېدلو ستونزې ته داسې حل لاره لټولې ده چې د مالکیت لپاره یې ځینې اسباب مشروع ګرځولي دي او هغه په دې کې منحصر دي:
کار
میراث
د ژوند لپاره پیسو ته اړتیا
دولت له خپلو پیسو څخه رعیت ته ورکول
هغه پیسې چې افراد یې د پیسو او یا هڅې په مقابل کې نه اخلي
او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې شریف حدیث کې د مالکیت د اسبابو څخه په لومړي سبب باندې ټینګار کوي چې هغه کار دی.
که هغه کار په لاس وي او که په فکر، مهمه دا ده چې خپل روزي په خپله وګټي او په بل چا باندې تکیه ونه کړي، او که هغه کار په زراعت، صنعت، تجارت او یا هم خدماتو کې وي نو ټول یې د منلو وړ او ستاینې وړ دي په دې شرط چې حلال کار وي ترڅو ګټل حلال او پاک وي. اسلام په حرامو شیانو لکه مردار او شرابو څخه ګټه اخیستل حرام کړي دي نو د هغوی په جوړولو او تجارت یې هم بندیز لګولی دی، همدارنګه له ناروا هڅو لکه زنا او نڅا څخه ګټه اخیستل هم حرام دي نو د زنا او نڅا او د هغوی په څېر کارونو باندې هم بندیز دی.
او شریف حدیث چې څوک په خپل لاس کار کوي او له خپلې هڅې ګټي هغه ستایي، دا ځکه چې خلکو ته فعالیت او هڅې ور زده کړي، او عزت او کرامت وساتي او له سستۍ او تنبلۍ څخه منع کوي او د پیسو ترلاسه کولو لپاره په نورو باندې تکیه کولو سره د خپل ځان سپکول منع کوي...
د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
قسم په هغه ذات چې زما ځان د هغه په لاس کې دی که ستاسو څخه یو څوک خپل رسۍ واخلي او غر ته لاړ شي او لرګي راټول کړي بیا هغه راوړي او په خپله ملا یې بار کړي او خرڅ یې کړي او وخوري، دا د هغه لپاره غوره ده له دې نه چې سوال وکړي او که خاوره واخلي او هغه په خوله کې واچوي دا د هغه لپاره غوره ده له دې نه چې هغه څه په خوله کې واچوي چې الله حرام کړي دي.
ګرانو اورېدونکو
کار عبادت دی چې انسان په هغه سره الله ته نږدې کیږي، په داسې ډول چې هغه څه ګټي چې په هغه سره په خپل ځان او خپلې کورنۍ باندې لګښت وکړي او له نورو څخه بې نیازه شي او خپل عزت وساتي او له دې ټولو سربېره خپل امت او ټولنې ته خدمت کوي او د الله او رسول مینه ترلاسه کوي.
ای الله موږ ته د خپل ځان او خپل رسول مینه راکړه او د قیامت په ورځ له هغه سره په حوض شریف باندې راټول کړه ترڅو هغه له خپل لاس شریف څخه اوبه راکړي او موږ له هغه وروسته هیڅکله تږي نه شو... ای الله آمین
ګرانو اورېدونکو، او تر هغه وخته پورې چې له تاسو سره په بل نبوي حدیث کې یوځای کیږو، تاسو د الله په امان سپارو، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.