د حديث شريف سره
په قران کريم سره د اواز ښه کول
تاسو ټولو ګرانو اوريدونکو ته په هرځاى کې سلامونه وړاندې کوو، مونږ تاسو سره ستاسو د خپرونې "د حديث شريف سره" په نوې برخه کې يو ځاى کيږو او په غوره سلام او سپېڅلې تحيې سره شروع کوو، په تاسو دې سلام وي او د الله رحمت او برکات وي:
قرآن د الله کلام دی، او هغه د هغه ټينګه رسۍ ده، او د هغه سمه لار ده، هيڅ يو زورواکی يې نه دی پريښی مګر دا چې الله هغه مات کړی دی، او هغه د امت دستور دی، او په هغه کې د دوی ژوند او لوړتيا ده، او له دې امله په امت باندې لازمه ده چې د هغه خيال وساتي او تلاوت يې وکړي، او په هغه باندې عمل وکړي، او هغه په ټولو د ژوند چارو کې حاکم وګرځوي، او ټولو خلکو ته د ايمان راوړلو او په هغه باندې عمل کولو او هغه ته رجوع کولو بلنه ورکړي.
حاکم په مستدرک کې د صحيحينو په اړه له عبد الرحمن بن عوسجه څخه روايت کړی، د براء بن عازب رضي الله عنهما څخه، هغه وويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «قرآن په خپلو آوازونو سره ښايسته کړئ». او په معمر حديث کې «خپل آوازونه په قرآن سره ښايسته کړئ». ځکه قرآن د مومن آواز ښايسته کوي. طبراني په اوسط کې د ابن عمر څخه روايت کړی چې هغه وويل: له نبي صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه: په قرآن باندې تر ټولو ښه اواز د چا دی؟ هغه وفرمايل: «هغه څوک چې ته د هغه قرائت واورې نو ته و ګورې چې هغه له الله عزوجل څخه ويريږي».
او حاکم په مستدرک کې د صحيحينو په اړه هم د ابن ابي مليکه څخه روايت کړی، د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه، هغه وويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «له مونږ څخه نه دی هغه څوک چې په قرآن سره تغني و نه کړي». هغه وويل: ما ابن ابي مليکه ته وويل: که اواز يې ښه نه وي؟ هغه وويل: "هغه به تر خپلې وسې ښه کوي". او دلته هغه څوک دي چې د "يتغنى" کلمه يې په "يستغني" معنی تفسير کړې ده، په هغه حديث باندې استدلال کوي چې له ابوبکر رضي الله عنه څخه روايت شوی او هغه د هغه صلى الله عليه وسلم قول دی: «څوک چې قرآن زده کړي نو ګمان وکړي چې څوک تر هغه بډای دی نو هغه يو لوی شی حقير کړی دی، او يو وړوکی يې لوی کړی دی».
دا تفسير د "يتغنى" لفظ زغمي، خو زمخشري په خپل کتاب الکشاف کې د هغه حديث په اړه چې له ابوبکر رضي الله عنه څخه روايت شوی وايي: "ما هغه د ابوبکر څخه و نه موند، او ابن عدي هغه د حمزه نصیبي په ترجمه کې د زید بن رفیع څخه د ابی عبیده څخه د ابن مسعود څخه راوړی دی چې هغه نبي علیه الصلاة والسلام ته رفع کړی دی. او حمزه يې په دروغ ويلو تورن کړی دی".
او نبي صلى الله عليه وسلم امت ته په قرآن سره د آواز ښه کولو امر کړی دی، ځکه چې دا د امت لپاره ډېره ګټوره ده او په زړونو باندې ډېر اثر لري، او له دې امله په صحيح حديث کې د هغه علیه الصلاة والسلام قول راغلی دی: «قرآن په خپلو آوازونو سره ښايسته کړئ». او د هغه قول: «له مونږ څخه نه دی هغه څوک چې په قرآن سره تغني و نه کړي»؛ ځکه چې د آواز ښايسته کول او د تلاوت ښه کول زړونو ته د قرآن ننوتل اسانوي، او د الله د آيتونو په اوريدو سره د زړونو د اغيزمن کيدو سبب ګرځي. د هغه بد آواز په خلاف چې د قرآن له اوريدو څخه نفرت کوي، او له قاري څخه مخ اړولو ته دعوت ورکوي! او نبي صلى الله عليه وسلم يوه شپه په ابو موسى اشعري رضي الله عنه باندې تېر شو چې هغه قرائت کاوه، نو هغه هغه ته غوږ شو او د هغه اواز يې خوښ شو، نو کله چې هغه په ورځ کې وليد نو هغه ته يې وويل: «تاته د داود د آل له مزاميرو څخه يو مزمار درکړل شوی دی». يعنې ښه اواز. نو ابو موسى وويل: "که ما پوهيدلی وای چې ته اورې نو ما به تا ته هغه ډېر ښه کړی وای" يعنې ما به د هغه قرائت ښه کړی وای او هغه به مې ښايسته کړی وای، او دا هغه حديث تائيدوي چې په هغه کې هيڅ شک نشته د ابن عباس چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «د هر شي لپاره ښايست دی او د قرآن ښايست ښه اواز دی».
او د ابي عبید لپاره د عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې هغې وويل: زه د ماښام له لمانځه وروسته په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې شپه ناوخته شوم بيا زه راغلم، نو هغه وفرمايل: "ته چېرته وې؟" ما وويل: زه ستاسو د اصحابو د يو سړي قرائت اوريدم چې ما د هغه په شان قرائت او اواز له هيچا څخه نه و اوريدلی، هغې وويل: نو رسول الله صلى الله عليه وسلم پاڅيد او زه هم ورسره پاڅيدم تر دې چې هغه هغه ته غوږ شو، بيا هغه ماته وکتل او ويې فرمايل: «دا سالم د ابي حذيفه مريی دی، شکر د الله لپاره چې زما په امت کې يې د دې په شان پيدا کړ».
او نووي رحمه الله په خپل کتاب "التبيان في آداب حملة القرآن" کې يو فصل ذکر کړی چې هغه يې "په قرآن سره د آواز ښه کولو د استحباب په اړه" نومولی دی. هغه د هغه په پيل کې وويل: "علماء د سلف او خلف څخه د صحابه وو او تابعينو او له هغوی وروسته د امصارو د علماوو څخه، او د مسلمانانو امامانو په قرآن سره د آواز ښه کولو په استحباب باندې اتفاق کړی دی، او د دوی اقوال او افعال مشهور دي ... او د دې لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم حديثونه د خاص او عام په نزد ډېر دي".
او مسلم په خپل صحيح کې د ابی هريرة څخه روايت کړی چې هغه له نبي صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي چې هغه فرمايل: «الله هيڅ شي ته غوږ نه دی نيولی لکه يو نبي ته چې ښه اواز ولري او په قرآن سره تغني وکړي او هغه په لوړ آواز سره وکړي». او د "اذن" معنی دا ده چې غوږ ونيسي، او دا رضا او قبوليت ته اشاره ده. او روياني په خپل مسند کې د ابي موسى څخه روايت کړی چې هغه وويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «زه د اشعريانو آوازونه په قرآن باندې پېژنم کله چې دوی په شپه کې ننوځي، او د دوی کورونه د دوی له آوازونو څخه پېژنم، او که څه هم ما د دوی کورونه نه وي ليدلي کله چې دوی په ورځ کې راښکته شوي وي».
بلکې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ټولو خلکو څخه ښه اواز درلود؛ مسلم په خپل صحيح کې د عدي بن ثابت څخه روايت کړی چې هغه وويل ما له براء بن عازب څخه اوريدلي چې هغه وويل: «ما له نبي صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي چې هغه د ماښام په لمانځه کې د التين والزيتون سورت قرائت کاوه. نو ما د هغه په شان ښه اواز له هيچا څخه نه و اوريدلی!».
او لکه څنګه چې معلومه ده نو ښه اواز د الله له لوري ډالۍ ده چې الله هغه چاته ورکوي چې وغواړي، نو ښايي چې د ښو آوازونو خاوندان وپلټل شي، او د هغوی خيال وساتل شي، تر څو دوی خلکو ته امامت وکړي، لکه څنګه چې عمر رضي الله عنه د تراويحو په لمانځه کې وکړ، او د دوو جليلو صحابيو ابي بن کعب او تميم بن اوس داري رضي الله عنهما انتخاب يې د خلکو د امامت لپاره وکړ.
او هغه څوک چې ښه اواز و نه لري نو هغه دې په قرآن سره د خپل اواز ښه کولو ته ډېره هڅه وکړي، او هغه دې لکه څنګه چې د هغه حق دی تلاوت کړي. خو د اواز ښه کول ښايي چې د شرعي ضوابطو او د مرضيو آدابو سره سم وي، او د هغه مقصد د هغه نرۍ کول او اوږد کول او د هغه په شان نور نه دي؛ لکه څنګه چې زمونږ د زمانې ځينې قاريان په جنازو او محافلو کې کوي؛ او دا مخالفت له ډېرې پخوا زمانې څخه موجود و، او له دې امله نووي رحمه الله په خپل کتاب "التبيان في آداب حملة القرآن" کې ويلي دي: "او دا د قرائت له حرامو برخو څخه مصيبت دی چې په هغه باندې ځينې جاهل او بې رحمه خلک اخته شوي دي چې دوی په جنازو باندې قرائت کوي، او ځينې په محافلو کې، او دا ښکاره حرامه بدعتي عمل دی، هر هغه څوک چې هغه ته غوږ نيسي ګناهګار دی؛ لکه څنګه چې اقضى القضات ماوردي ويلي دي، او هر هغه څوک چې د هغه په لرې کولو باندې قادر وي ګناهګار دی، او يا د هغه په منع کولو باندې که داسې و نه کړي، او ما په هغه کې خپله وسه وکاروله، او زه له الله کريم څخه هيله لرم چې د هغه په لرې کولو باندې هغه څوک توفيق ورکړي چې د هغه اهل وي، او هغه په عافيت کې وګرځوي. او په رښتيا سره د اواز د ښه کولو مقصد د قرآن تلاوت دی د هغه د تلاوت د احکامو په رعايت کولو سره، او د هغه په معناوو باندې فکر کول".
ګرانو اوريدونکو: ستاسو د ښه اوريدو څخه مننه کوو، زمونږ وعده ستاسو سره په راتلونکې برخه کې ده ان شاء الله، تر هغه وخته او تر هغه چې مونږ تاسو و ګورو تل، تاسو د الله په عنايت او ساتنه او امن کې پريږدو، او په تاسو دې سلام وي او د الله رحمت او برکات وي.
دا د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډيو لپاره ليکل شوی
استاد محمد احمد النادي - د اردن ولايت - 2014/9/13